لږ تر لږه لس ترهګر په میاﻧﻮﺍﻟﻲ کښې د ګل په ورځ په یو عملیات کښې وژل شوي دي.
د رسنیو د راپورونو له مخې دا عملیات د ترهګرۍ ضد څانګې او پولیسو لخوا په ګډه د میاﻧﻮﺍﻟﻲ په ماکړوال سیمه کښې ترسره شوي دي.
راپورونه وايي چې په وژل شویو ترهګرو کښې بهرني وګړي هم شامل دي. او یو شمیر ترهګر ټپیان شوي هم دي.
د ځواکونو او ترهګرو ترمنځ ډزې روانې دي. لږ تر لږه یو ملکي وګړی هم په ډزو کښې ټپي شوی دی.
دا عملیات څو ورځې وروسته له هغې ترسره کیږي چې سي ټي ډي په بلوچستان ایالت په دوکي سیمه کښې په یو استخباراتي عملیات کښې پنځه ترهګر وژلي وو. دغه ترهګر په یوه منع شوې ډلې پورې تړاو درلود او په ډبرو سکرو، امنیتي چارواکو او ملکي وګړو یې بریدونه کړي وو.
مارچ په تیرو لسو کلونو کښې د ترهګریزو بریدونو له پلوه دویم تر ټولو خونړۍ میاشت وه. چې په ټول هیواد کښې لږ تر لږه ۱۰۵ ترهګریز بریدونه پکې رامنځته شوي وو. په ځواب کښې امنیتي ځواکونو هم خپل عملیات ګړندي کړي او لږ تر لږه ۸۳ ترهګر یې وژلي دي.