د پاکستان وزیراعظم محمد شهباز شریف د یکشنبې په ورځ په ټول هیواد کښې د پولیو ضد اووه ورځنی کمپاین پیل کړ او په پاکستان کښې یې د پولیو د بشپړې له منځه وړلو لپاره د حکومت ژمنه بیا تایید کړه.
دا کمپاین په ټول هیواد کښې د ګلګت بلتستان او آزاد کشمیر په شمول د پنځو کلونو څخه کم عمر لرونکو ملیونونو ماشومانو ته د واکسین کولو هدف لري. دا کمپاین به د اپریل په ۲۷ پای ته ورسیږي.
وزیراعظم پخپله د کمپاین د پرانیستې په مراسمو کښې ماشومانو ته د پولیو څاڅکي ورکړل. چې د حکومت ژمنتیا یې څرګنده کړه. هغه د روغتیا وزارت نه د نه ستړي کیدونکو هڅو ستاینه وکړه. په ځانګړې توګه یې د وزیر مصطفی کمال او ډاکټر ملک مختار احمد بهارت، د سکرټری، کوارډینیټر او د روغتیا د لومړۍ کرښې کارکوونکو یادونه وکړه. هغه له ټولو والدینو څخه وغوښتل چې د واکسین ټیمونو سره بشپړه همکاري وکړي.
په ځینو سیمو کښې ماشومانو ته د لاسرسي په برخه کښې د ننګونو په منلو سره وزیراعظم وویل چې د واکسین ټیمونو د خوندیتوب او د کمپاین د اسانه پلي کیدو لپاره قوي تدابیر نیول شوي دي. او د ټولنې د یو جائي کولو باندې ئی ټینګار وکړ.
وزیراعظم د نړیوالو شریکانو په شمول د نړیوال روغتیا سازمان (WHO) او بل ګیټس څخه د دوی د دوامداره ملاتړ له امله مننه وکړه. او د ګډې ارادې او همکارۍ له لارې یې د پولیو د دایمي له منځه وړلو په ترلاسه کولو کښې ډاډ څرګند کړ. د مرکزي روغتیا وزیر مصطفی کمال، ډاکټر ملک مختار احمد بهارت او نورو لوړ پوړو روغتیایی چارواکو په پرانیستې غونډه کښې ګډون وکړ.
هیواد په ۲۰۲۵ کښې دمخه د ویروس شپږې قضیې راپور کړې دي. وزیر کمال یوې تلویزیوني خپرونې ته وویل چې په وروستي کمپاین کښې ۴۴۰۰۰ کورنیو له واکسین څخه انکار کړی و. چې ۳۴۰۰۰ یې یوازې په کراچۍ کښې وو.