به‌روزرسانی دربارهٔ11 hours ago

د متحده عربي اماراتو د  وزیراعظم مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر شیخ عبدالله بن زاید آل نهیان د یکشنبې په ورځ پاکستان ته په دوه ورځني رسمي سفر ورسید.

د خپل سفر په جریان کښې به آل نهیان د  وزیراعظم مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار سره خبرې وکړي. هغه به د  وزیراعظم شهباز شریف سره هم لیدنه وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کښې ویلي دي چي دا لوړ پوړی سفر د پاکستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ ژورې، ورورولۍ اړیکې منعکس کوي او په ټولو متقابلو ګټو کښې د دوه اړخیزو همکاریو پیاوړي کولو لپاره د دواړو هیوادونو ګډې ژمنې په ګوته کوي.

وزارت زیاته کړې چې آل نهیان به له ډار سره په خپلو خبرو کښې د دوه اړخیزو اړیکو ټوله لړۍ وڅیړي. په ځانګړي توګه به د سوداګرۍ او پانګونې، د انرژۍ همکارۍ، سیمه ایز امنیت او د خلکو ترمنځ اړیکو باندې تمرکز وکړي.

د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزیر به له  وزیراعظم شهباز سره په سیمه کښې د سولې او سوکالۍ په اړه هم خبرې وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چي د شیخ عبدالله بن زاید آل نهیان سفر به د پاکستان او متحده عربي اماراتو اوږدې مودې اړیکې لا پیاوړې کړي او په مختلفو برخو کښې د دوه اړخیزو همکاریو په ژورولو کښې به مرسته وکړي. چې د دواړو هیوادونو خلکو ته به ګټه ورسوي.

آل نهیان په وروستي ځل په فروري میاشت کښې له ډار سره لیدلي وو. دواړه هیوادونه په اقتصادي برخه کښې د ډیرو برخو په ګډون د همکارۍ اوږده سابقه لري.

نور ولولئ