به‌روزرسانی دربارهٔ6 hours ago

پاکستان او اروپايي ټولنې د ۲۰۲۵ کال د فرورۍ په ۲۰مه نېټه په برسل کې د ترهګرۍ ضد خپلو نهمی خبرو اترو کې د ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره خپله ژمنه بیا تکرار کړه.  دا ناسته، چې د ۲۰۱۹ کال د ستراتیژیکې ښکیلتیا پلان کښې د لوړی توګی امنیتي همکارۍ برخه وه  او له دواړو خواوو یی ترهګري وغندله.

خبرو اترو پراخه مسلې تر پوښښ لاندې ونیولې، چې په سیمه ایز او نړیوال امنیتي ننګونو يی تمرکز کاوه. پلاوو په ځانګړې توګه د افغانستان او نورو نا ارامه سیمو لکه منځني ختیځ د حالاتو امنیتي اغیزې وڅیړلې. دواړو خواوو د ملګرو ملتونو او د ترهګرۍ ضد نړیوال فورم په ګډون د څو اړخیزو چوکاټونو دننه د نړیوالو شریکانو سره د قوي همکارۍ پر اهمیت ټینګار وکړ، چې اروپايي ټولنې له ۲۰۲۲ راهیسې یې ګډه مشري کړې ده.

د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې له مخې، خبرو اترو د عملي همکارۍ د پیاوړتیا لارې هم وپلټلې. په دې کښې د غوره کړنو شریکول او د تاوتریخجن افراطیت د مخنیوي او مبارزې، د بهرنیو جنګیالیو د جذبول او حرکت ګډوډولو، د آنلاین او آفلاین افراطیت سره مبارزه، او د ترهګرۍ فنډنګ سره د مقابلې لپاره هڅې همغږي کول شامل دي. دا سیمې د ترهګرۍ له خوا راپورته شوې نوي ستونزو د حل لپاره ډیر اړینې بلل شوې دي.

د پاکستان ډلی مشرتوب د بهرنیو چارو وزارت د ترهګرۍ ضد ډایریکټر جنرل عبدالحمید وکو کې او د اروپايي ټولنې  د اروپا د بهرنیو چارو خدماتو د امنیت او دفاع پالیسۍ رییس ماکیج سټاډیک په مشرۍ وشو.

ناسته د دواړو خواوو لخوا د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې د قوي ملګرتیا د دوام لپاره د نوې ژمنې سره پای ته ورسېده.

هم په دغه ډول لیدنه د ترکی  او انګلستان سره هم په تیرو نیږدو ورځو کښی شوی وه.

نور ولولئ