به‌روزرسانی دربارهٔ2 hours ago

لیکوال: ریاض حسین

د پاکستان او افغانستان ترمنځ د تورخم سوداګریزې دروازې د دوه اړخیزه تجارت لپاره پرانیستلو تیاریانې مکملې شوي. د کسټم چارواکو د ګل (دوشنبې) په ورځ دا خبره تائید کړه. داسې ښکاري چې دا لار به سبا (نن) زر تر زره پرانیستل شي. چې د دواړو ګاونډیو هیوادونو ترمنځ په ولاړ تجارت کې د یو لوی پرمختګ نښه ده.
​د کسټم سرچینو په وینا کارکوونکي بیرته تورخم ټرمینل ته ځای پر ځای شوي او د کارګو سکینرونه لګول شوي ترڅو د سوداګریزو موټرو تصفیه اسانه کړي. دا مهمه لاره د سرحد د زیاتو شخړو له امله نهه ورځې بنده وه. چې زرګونه سوداګریز موټر یې په دواړو خواوو کې بند پرېښي وو.

​په ورځني تجارت کې درانه زیانونه
​د دروازې بندېدو صادرات، واردات او ټرانزیټي تجارت بند پاتې کړی دی.

پاکستان افغانستان ته سمنټ، درمل، ټوکر، میوې او سبزیجات صادروي، او له افغانستان څخه سکاره، صابون ډبره، او تازه او وچه میوه راوړي.

​د کسټم معلومات ښيي چې یوازې د تورخم له لارې هره ورځ د نږدې ۸۵۰ میلیونه پاکستانۍ کلدارو په ارزښت تجارت کېږي، چې پکې ۵۸۰ میلیونه کلدارې صادرات او ۲۵۰ میلیونه کلدارې واردات شامل دي. دا د پاکستان خزانې ته هره ورځ شاوخوا ۵۰ میلیونه کلدارې عاید ورکوي.

​اوربند راغی، خو تجارت لا هم بند دی
​سره له دې چې د قطر په منځګړیتوب د پاکستان او افغانستان ترمنځ اوربند وشو او د یوې دیپلوماټیکې لاسته راوړنې په توګه وستایل شو. خو مهمې سوداګریزې لارې لا هم تړلې پاتې دي. چې په دواړو خواوو کې یې سوداګر او کاروباریان سخت خفه کړي دي. اوربند تر دې دمه اقتصادي راحت نه دی راوړی.

​چارواکو تائید کړه چې په راتلونکو ورځو کې ښايي په بلوچستان کې د چمن، او په خیبر پښتونخوا کې د غلام خان او خرلاڅي پولې هم پرانیستل شي.

​د سرحدونو د شخړو ریښې او امنیتي وضیعت

​په وروستیو میاشتو کې د اسلام آباد او کابل ترمنځ اړیکې د سرحدونو په شخړو پسې خرابې شوې دي. پاکستان تور لګوي چې افغان طالبان د منع شوي تحریک طالبان پاکستان (TTP) وسله والو ته پناه ورکوي، خو کابل دا ادعاوې ردوي.

​کارپوهان وايي چې په افغانستان کې د انټرنېټ بندېدو پر مهال، د TTP پورې تړلي څو آنلاین چینلونه هم بند شوي وو. چې دا په افغانستان کې د دوی د شتون غیر مستقیم ثبوت ګڼل کېږي.
​د خیبر پښتونخوا صوبه چې د جنګیالیتوب پر وړاندې دودیزه جبهه ده. لا هم په تشنج کې ده. سږ کال په وسله والو بریدونو کې سلګونو پاکستاني پوځیانو خپل ژوند له لاسه ورکړی، چې ځایي خلک یې د نوې بلوا او امنیتي عملیاتو ترمنځ بند پاتې کړي دي.

​”سوله پر کاغذ ده، لارې پر ځمکه بندې دي”
​په داسې حال کې چې دواړو حکومتونو د دوحې سولې چوکاټ ته خپله ژمنه بیا تکرار کړه. سوداګر وايي چې په ځمکه وضعیت سخت او خواشینونکی دی. یوه پېښور مېشتي شنونکي وویل: “اوربند ارامي راوړه، خو تجارت یې را نه وست.”

د تجارت دوه مهمې برخې —

تېرېدونکي (ټرانزیټ) تجارت او عمومي صادرات — سخت زیانمن شوي دي. د پاکستان صادرات، لکه د ودانۍ مواد او ټوکر، کولای شي ځنډ وزغمي، خو د افغانستان هغه توکي چې ژر خرابیږي، ډېر تاوان ویني.
​یوه ځايي خبریال وویل، “له بده مرغه، داسې ښکاري چې طالبان چارواکي د خپلو سوداګرو د مالي زیانونو په اړه بې پروا دي،” او پر کابل یې غږ وکړو چې پر جګړې د خبرو اترو لاره غوره کړي.

​زیانونه یو میلیارد ډالرو ته نږدې کېږي

​د پاکستان او افغانستان د ګډې سوداګرۍ خونې پخواني مشر، خان جان الکوزي په وینا، د پولې له بندېدو مخکې هره ورځ نږدې ۲۰۰۰ لارۍ اوښتې. اوس چې تګ راتګ ودرېدلی، د افغانستان میوې او سابه — لکه انګور، مڼې او نور سبزیجات — په ډېره ارزانه بیه پلورل کیږي.
​الکوزي خبرداری ورکړه چې”دواړو هېوادونو لا دمخه له ۷۰۰ میلیونو ډالرو ډېر تاوان کړی، او که دا بندیز دوام وکړي، دا اندازه به تر یو میلیارد ډالرو واوړي.”

​د دواړو خواوو تجارت له ۲ میلیارده ډالرو څخه ۱.۵ میلیارد ډالرو ته راکښته شوی، او تر ۷۰۰ ډېر افغان ټرانزیټي کانتینرونه په کراچۍ او قاسم بندرونو کې بند پاتې دي، چې له کبله یې ګڼه ګوڼه او درانده اضافي کرایې (ډیمرېج) جوړې شوي دي.

​د کراچۍ-تورخم په مقابل کې چابهار: ستراتیژیک انډول

​دا روان بندیز پر دې بحثونه بیا را ژوندي کړل چې افغانستان د پاکستان پر سوداګریزو لارو څومره تکیه لري، او په مقابل کې یې د ایران پر چابهار بندر، چې د هندوستان په مرسته جوړ شوی، څومره باور زیاتیږي.
​له تاریخي پلوه، د افغانستان ۷۰ تر ۸۰ سلنه تجارت د پاکستان د کراچۍ–تورخم له لارې کېږي، چې په ارزانه او چټکتیا سره مشهوره ده. چابهار دا مهال ۱۵ تر ۲۰ سلنه افغاني واردات اداره کوي، خو د لوړ لګښتونو او کمزورې زیربنا له کبله محدود پاتې دی.
​یوه شنونکي وویل، “که څه هم د افغانستان چابهار ته مخه کول ښايي سیاسي سمبولیک معنا ولري، خو د اصلي تجارت لپاره، کراچۍ او تورخم بې ځایه کېدای نه شي.”

د سوداګرو غوښتنه: د ډیپلوماسۍ او خبرو اترو له لارې حل

​د ټرک خاوندانو د ټولنې مشر، شاکر خان اپریدي، وویل چې سلګونه ټرکونه چې ژر خرابېدونکي مالونه (لکه تازه میوې او سبزي) پکې دي، پر پوله ولاړ دي او بند پاتې دي.
​ده وویل: “سوداګري د پاکستان او افغانستان ترمنځ اصلي پُل دی. یوازې اوربندونه یا جنګ بندي ثبات نشي راوستلی — بلکې تجارت او همکاري دا کار کولی شي.”

​په دواړو هیوادونو کې سوداګریزو ټولنو هم ورته غوښتنه وکړه. دوی د سیمې د سولې او اقتصادي ثبات لپاره د ډیپلوماټیکو اړیکو او د پولو د خلاصون غږ وکړو.

​مخکېنی لار: له اوربند نه تر سوداګرۍ پورې

​څرنګه چې پاکستان او افغانستان د روان کال په وروستیو کې په استانبول کې د خبرو اترو یو بل پړاو ته تیاری نیسي، مبصرین وایي چې د دوحې د اوربند بریالیتوب به یوازې د سرحد په اوږدو کې په چوپتیا نه، بلکې د تجارت په بیا پیلېدو سره اندازه کیږي.

​اوسمهال، ټوپکونه غلي شوي، خو د سوداګرۍ چوپتیا لاهم په تورخم، غلام خان او خارلاچي کې محسوس ده. تر هغه چې ټرکونه بیا نه وي روان شوي، د پاکستان او افغانستان ترمنځ سوله یوازې یو نه پوره شوی ژمنه پاتې کیږي.

نور ولولئ