به‌روزرسانی دربارهٔ12 hours ago

د خیبر پښتونخوا په ډیره اسماعیل خان ضلعې، درابن سیمه کې، کوټ لالو ته نږدې د سوئي ناردرن ګیس پایپ لاینز لمیټډ (SNGPL) پر ټیم له حملې وروسته، امنیتي ځواکونو لوی عملیات وکړل.

​په دې عملیاتو کې لږ تر لږه اته (۸) تورن ترهګر وژل شوي دي. دا عملیات د ګل (دوشنبې) په ورځ شوي او ظاهراً د SNGPL پر ټیم د شوي برید غبرګون وو چې پکې د امنیتي پرسونل د مرګ ژوبلې راپورونه هم وو.
​د امنیتي سرچینو په وینا، امنیتي ځواکونو د پټو معلوماتو پر اساس په نږدې ځنګل کې د ترهګرو شتون معلوم کړو او اپریشن یې شروع کړو چې په پایله کې یې اته مشکوک کسان ووژل شول.
​د راپورونو له مخې، له عملیاتو وروسته ځواکونو سیمه محاصره کړه او په شاوخوا سیمو کې یې پراخ پلټنه او تصفیه (سرچ او کلیرنس) اپریشن شروع کړو. د تښتېدلو مشکوکو کسانو پسې نورې مرستې هم ولېږل شوې او سیمه خوندي کړل شوه.

​چارواکو خبریالانو ته ویلي چې وژل شوي جنګیالي مبینه توګه د هغه سیل (ډلې) برخه وو چې په مستقیم ډول یې د پایپ لاین د منصوبې د برید پلان جوړ کړی و. د دوی هدف د هیواد د ملي اهمیت دا منصوبه سبوتاژ کول وو. چې موخه یې د خیبر پښتونخوا خلکو ته انرژي، روزګار او غوره خدمات برابرول دي.

​په صوابۍ کې دوه ترهګر ووژل شول:

د ګل (دوشنبې) په شپه ناوخته د ترهګرۍ ضد څانګې (CTD) مردان او صوابۍ ضلعي پولیسو په ګډو عملیاتو کې دوه (۲) نور تندلاري ووژل شول. دا خبره ضلعي پولیس افسر ضیاء الدین احمد رسنیو ته کړې ده.
​دا پېښه په کالابات پولیس پوسته باندې د نامعلومو کسانو لخوا د لاسي بم غورځولو نه یوازې درې ورځې وروسته وشوه چې پکې یو عسکر (کانسټېبل) شهید شوی وو.

​په یو جلا مطبوعاتي بیان کې ویل شوي، چې CTD او صوابۍ پولیس په ‘مینی’ غره کلي کې په استخباراتي عملیاتو (Intelligence Based Operation) بوخت وو، چې پر دوو موټرسایکلونو سپرو څلورو (۴) مشکوکو تندلارو پر قانون پلي کوونکو ډزې پیل کړې.
​DPO احمد وویل چې د سی ټی ډی عملیاتي ډلې په کلکه ځوابي عملیات وکړل چې په پایله کې یې دوه ترهګر په ځای ووژل شول او د دوی دوه ملګري په تیاره کې وتښتېدل.
​د پېښې سمدستي وروسته په سیمه کې د پلټنې او برید عملیات پیل شول. وژل شوي کسان مبینه توګه د ‘TTP طیب اکبر ګروپ’ سره تړاو لرلو او پر پولیسو په حملو پشمول په ګڼو کيسونو کې مطلوب وو.

نور ولولئ