بلوچستان های کورټ په یوه مهم پرېکړه کښې په ټوله صوبه کښې د عام ټرانسپورټ او موبایل انټرنیټ بحالولو امر کړی دی. دا پرېکړه د موبایل انټرنیټ بندېدو په اړه د یو کیس اورېدو وروسته شوې.
د های کورټ جج روزي خان بړېچ او قاضي سردار احمد حلیمي په دې کیس کښې د اورېدنې پر مهال له حکومتي چارواکو وپوښتل چې ایا امنیتي خطرونه په ټول بلوچستان کښې شته. د حکومت استازو چې پکې اډوکیټ جنرل، اډیښنل اټارني جنرل او د کورنیو چارو وزارت چارواکي شامل وو. هغوي عدالت ته وویل چې د چهلم جلوس په مناسبت د امنیتي خطرونو له امله د موبایل خدمات بند شوي دي.
هغوی زیاته کړه چې د موبایل انټرنیټ د بندولو پرېکړه د ۲۰۲۵ کال د اګست تر ۳۱مې پورې شوې وه. په ځواب کښې عدالت وویل چې امنیتي خطرونه یوازې په ځینو مخصوصو سیمو کښې دي بلکې په ټوله صوبه کښې نه دي.
عدالت حکومت ته امر وکړو چې د موبایل انټرنیټ خدمات دې په هغو سیمو کښې سمدستي بحال کړي چېرته چې امنیتي خطرونه نشته.
های کورټ همدا راز د بلوچستان حکومت ته امر وکړ چې د عامه ټرانسپورټ د معطلۍ حکم دې سمدستي بېرته واخلي.
اوس د دې کیس راتلونکې اورېدنه د ۲۰۲۵ کال د اګست په ۲۱مه نېټه ټاکل شوې ده.