د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د ۲۰۲۵ کال د اګست په ۲۱ مه نېټه پاکستان ته ورسېد. چې د چين او پاکستان په شپږمه ستراتيژيکه خبرو اترو کښې ګډون وکړي. له دې سفر څخه مخکې وانګ يي د اګست په شلمه نېټه په کابل کښې د پاکستان د بهرنيو چارو له وزير اسحاق ډار او د افغانستان د بهرنيو چارو له وزير امير خان متقي سره درې اړخيزه غونډه لرله. د دغو درې اړخيزو خبرو اترو عمده تمرکز پر ترهګرۍ د مبارزې، د سوداګرۍ او اقتصادي همکارۍ پياوړتيا او د چين پاکستان سیپیک (CPEC) افغانستان ته غځولو و.
تمه ده چې دغه شپږمې ستراتیژیکې خبرې اترې به پر ډېرو دوه اړخیزو موضوعاتو وي. چې د ۲۰۲۴ کال د مې په میاشت کښې په پېکېنګ کښې د پنځم پړاو د خبرو اترو بنسټ پرې اېښودل شوی دی. پاکستان او چين په سوداګرۍ، انرژۍ، دفاع او زېربنا په برخو کښې اوږد مهاله ستراتيژيکه ملګرتيا لري. د وانګ يي د راتګ خبر د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت له خوا په اېکس (پخوا ټویټر) خپور شوی. چې د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار سره یې د لیدنې یو عکس هم پکې شریک کړی دی.
د وانګ يي سفر له دې امله هم مهم دی، چې د پاکستان صدراعظم شهباز شريف هم د اګست په وروستیو کښې پېکېنګ ته د شنګهای همکارۍ سازمان (SCO) په غونډه کښې د ګډون لپاره سفر کوي. د دې سفر په ترڅ کښې به شهباز شریف د چين له ولسمشر شي جين پينګ او د روسيې له ولسمشر ولاديمير پوټين سره هم وګوري او په رسمي ډول به د چين او پاکستان اقتصادي دهلیز (CPEC-II) دویم پړاو پرانيزي. چې عمده تمرکز به یې پر صنعتي همکارۍ وي. د CPEC-II دویم پړاو چې پنځه کاله مخکې پرانېستل شوی و، ځنډول شوی و. د ۲۰۲۵ کال په جولای میاشت کښې پاکستان او چين د CPEC-II د یوې برخې په توګه، په بېلابېلو برخو کښې د ګډو روزنیزو پروګرامونو پر پیل کولو هم هوکړه وکړه.