د خیبر پښتونخوا په قبایلي ضلعې شمالي وزیرستان میرانشاه تحصیل کښې پر پخواني طالب کمانډر تواب خان او د هغه پر ملګرو د میرانشاه بائی پاس سړک ته څېرمه قاتلانه برید شوی. چي په پایله کښې د تواب خان په ګډون درې کسان وژل شوي دي.
د جزیاتو له مخې دا برید د ګل (دوشنبې) په ورځ د میرانشاه بائي پاس سره نږدې شوی دی.
پر تواب خان له برید سمدستي وروسته د هغه دوه ملګري پر ځای وژل شوي دي. کمانډر تواب خان او د هغه یو ټپي ملګری زر تر زره د میرانشاه روغتون ته یوړل شول. خو د تواب خان ټپونه سخت و او په روغتون کښې یې ساه ورکړه.
تر اوسه څه هم ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی. پولیسو او امنیتي ځواکونو سیمه کلابنده کړې او پلټنې یې پیل کړې دي.