د انټر سروسز پبلک ریلیشنز (آئي اېس پي آر) مطابق امنیتي ځواکونو د اتوار (یکشنبه) په ورځ په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کښې د یو لړ عملیاتو پر مهال ۱۳ ترهګر وژلي او ۸ نور یې نیولي دي.
دا عملیات د پټو معلوماتو پر بنسټ ترسره شوي او په ترڅ کښې یې د ترهګرو ګڼ شمېر پټنځایونه هم له منځه وړل شوي دي.
د ISPR په وینا په مالاکنډ کښې پاک پوځ د پولیسو، لیویز، CTD او ضلعي ادارې سره په ګډه عملیات کړي دي.
دغه عملیات څلور ورځې روان وو چې په ترڅ کښې یې ۹ ترهګر وژل شوي، ۸ نیول شوي او ۲ پټنځایونه یې له منځه وړل شوي دي.
په یوه بل عملیات کښې د بلوچستان په قلات ضلعي کې د پټو معلوماتو پر بنسټ ترسره شوي عملیاتو کښې ۴ ترهګر وژل شوي دي. ISPR ویلي چې وژل شوي ترهګر د فتنه الھند ډلې پورې تړلي وو.
د عملیاتو وروسته په سیمه کښې د نورو ترهګرو د له منځه وړلو لپاره د پاکولو عملیات هم ترسره شوي دي. له وژل شویو ترهګرو څخه وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي دي.