به‌روزرسانی دربارهٔ1 hours ago

د اروپايي اتحادیې او ډنمارک د افغانستان لپاره په ملیونونو ډالر مرستې وړاندې کړې دي.

د افغانی د پیسو ارزښت نور هم کم شوې دي، ځکه چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی دی چې هغه به راتلونکو ۹۰ ورځو لپاره د هر ډول مرستو بندیز ولګوي.

اوس په کابل کښې د یو امریکايي ډالر بیه ۷۶ افغانۍ ده او د نور کمیدو خطر لري، که چیرې بهرنۍ مرستې دوام ونه لري.

ټرمپ د دو شنبې په ورځ وویل چې “د بهرنۍ مرستې صنعت او بیوروکراسي د امریکا د ګټو سره مطابقت نه لري او په ډیری چیزونو کښې د امریکايي ارزښتونو سره مخالف دي”. هغه وویل چې د امریکا له خوا په نړۍ کې وېشل کېدونکې بهرنۍ مرستې د “نړیوال سولې” د ناارامۍ لپاره استعمالېږي.

په حکم کښې دا هم ویل شوي دي چې نوې مرستې به یوازې هغه وخت وېشل شي کله چې د ټرمپ د بهرنۍ پالیسۍ مقصد سره مطابقت ولري.

په همدې وخت کښې، ډنمارک او اروپايي اتحادیې د افغانستان لپاره په ملینونو ډالر مرستې اعلان کړې دي ترڅو د دې هېواد په ستونزمن اقتصاد کښې د انسان دوستانه هڅو ملاتړ وکړي.

اروپايي اتحادیې د نړیوال خوراکي پروګرام لپاره ۱۷.۴ ملیون ډالره مرسته اعلان کړه ترڅو د افغانانو لپاره د سختو ژمیو په موسم کښې خوراکي توکي برابروي. دا مرستې هغه وخت راځي کله چې اټکل کیږي چې ۱۵ ملیون کسان په افغانستان کښې د “خوراکي ناامني د اضطراري کچه” سره مخ دي.

د نړیوال خوراکي پروګرام وویل چې نوې بودیجه به د دې وړتیا ورکوي ترڅو هر میاشت شپږ ملیون کسانو ته خوراکي توکي وړاندې کړي.

ډنمارک د ملګرو ملتونو د انسان دوستانه چارو د هم آهنګۍ دفتر لپاره د افغانستان د صندوق لپاره ۲.۸ ملیون ډالره مرسته کړې ده.

دا بودیجه به د افغان وګړو د څو انسان دوستانه ستونزو د حل لپاره مرسته وکړي، چې په کې د خوراکي توکو کمښت، د روغتیا خدماتو نشتوای او د داخلي بې ځایه شوو کورنیو اساسي اړتیاوې شاملې دي.

نور ولولئ