ضلع خیبر کې د ۱۲ زره ایکړ څخه زیاته ځمکه د نشه‌يي توکو تر کرونده لاندې – کلنۍ کروړه‌کروړه ګټه د وسلوالو ډلو لاس ته ورځي

د خیبر پښتونخوا د وزیراعلیٰ د پلرني سیمې له پولیسو لسګونه اهلکار د نشه‌يي توکو د قاچاق او نورو غیرقانوني فعالیتونو په تور له دندو لرې کړل شوي دي. د پشاور ښار پولیس مشر (سی‌سي‌پي‌او) ډاکټر میا‌ن سعید احمد له ضلع خیبر څخه د دغو تورونو په اړه مفصله رپوټ غوښتی دی. ډاکټر سعید احمد […]

په تیراه بر قمبر خیل کې د ټي ټي پي او افریدي قبیلې تر منځ جرګې روانې دي

د خیبر ضلعې د تیراه بر قمبر خیل په سیمه کې د افریدي قبیلې او د کالعدم تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) تر منځ د سولې او جرګو لړۍ روانه ده.د یکشنبې په ورځ د سیمې له سرچینو څخه ترلاسه شوو معلوماتو له مخې، ټي ټي پي له سیمه ییزو مشرانو سره له شفاهي […]

په قلات کې د امنیتي ځواکونو بریالی عملیات، څلور د هند ملاتړ لرونکي ترهګر ووژل شول

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر (آی ایس پي آر) په وینا، امنیتي ځواکونو د نومبر په لومړۍ نېټه د شپې په بلوچستان کې د قلات په ولسوالۍ کې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ یو بریالی عملیات ترسره کړی دی. د آی ایس پي آر د خبر له مخې، دا عملیات د منحل […]

مالیې وزیر: د نیلي اقتصاد پرمختګ به د پاکستان د اقتصادي بدلون لامل شي

د پاکستان د مالیې وزیر محمد اورنګزیب ویلي چې د هېواد اقتصاد اوس په ښه حالت کې دی. ده دا پرمختګ د اقتصاد ثبات او د نړیوالو اړیکو د مثبتو بادونو نتیجه وبلله. هغه د کراچۍ په ښار کې د “پاکستان نړیوال سمندري نندارتون او کنفرانس ۲۰۲۵” ته په انلاین وینا کې څرګنده کړه چې […]

د ایران له لارې اروپا ته د ناقانونه مهاجرت زیاتوالی ، بلوچستان د انساني قاچاق نوې لاره ګرځېدلې

د پاکستان له لارې د ایران په مسیر اروپا ته د ناقانونه تګ هڅې ورځ تر بلې زیاتېږي، او د بلوچستان سرحدي سیمې د دې عمل اصلي ترانزیټ نقطه ګرځېدلې ده۔ د فدرالي تحقيقاتي ادارې (اېف‌اېي‌اې) او د ایران د چارواکو ګډو عملیاتو کې په ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ کلونو کې زرګونه پاکستانیان نیول شوي، چې […]

د پاکستان او کاناډا تر منځ د کینولا وارداتو د بندیز پای: د متقابل همکاریو د پیاوړتیا هوډ

پاکستان او کاناډا د کینولا د وارداتو د بندیز د لرې کولو په تړاو یو ګډ اعلان کړی دی، چې له مخې یې دواړه هېوادونه د متقابلو لومړیتوبونو د پیاوړتیا، د دولتي او خصوصي سکتورونو د اړیکو د لا غښتلتیا او د ستراتیژیکو همکاریو د نویو فرصتونو د لټون هوډ لري۔ په ګډ بیان کې […]