په افغان خبرو کې د هيلې رڼا څرګنده ده، خو باور د ضمانتونو تر ترلاسه کېدو پورې انتظار کوي: خواجه آصف

د پاکستان د دفاع وزير خواجه آصف ويلي، د پاکستان او افغانستان ترمنځ د وروستيو خبرو اترو وروسته يو لنډمهالی يا موقتي تړون شوی دی. دغه خبرې اترې، چې د قطر او ترکيې په منځګړيتوب ترسره شوې، د دواړو ګاونډيو هېوادونو ترمنځ د تاوتريخوالي د کمولو په موخه شوې وې.آصف زياته کړه چې د خبرو […]
پاکستان: له افغان طالبانو سره د خبرو اترو څخه د “مثبتو پایلو” تمه، خو د ترهګرو پر ضد د اقداماتو غوښتنه

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې طاهر اندُرابي ویلي چې پاکستان له تېرو څلورو کلونو راهیسې پر افغان طالبانو ټینګار کوي چې د افغانستان له خاورې د فعالیت کوونکو ترهګرو ډلو پر ضد پرېکنده او اغېزمن اقدامات وکړي. د ترهګرۍ پر ضد د اقداماتو غوښتنه د ویاندې په وینا، پاکستان څو ځله د طالبانو […]
د خیبرپښتونخوا اوږدمهاله ‘سیف سټي پروژه’ بالاخره عملي بڼه خپله کړه، د وزیر اعلی د ضم شویو ولسوالیو پورې د غځولو حکم

لیکوال: تیمور خان د خیبرپښتونخوا اوږدمهاله ځنډمنه ‘سیف سټي پروژه’ بالاخره عملي بڼه خپله کړه. صوبايي حکومت غواړي چې د ترهګرۍ او زیاتو جرمونو د مخنیوي لپاره دا مهمه پروژه نه یوازې په چټکۍ سره بشپړه کړي، بلکې وزیر اعلیٰ هم حکم کړی چې پروژه د ضم شویو ولسوالیو پورې وغځول شي. د پروژې په […]
د پاکستان د پاسپورټ د اسرائیل په اړه شق د ختمېدو ادعاوې رد شوې

د پاکستان حکومت د هندوستان د رسنیو هغه ټولې ادعاوې په کلکه رد کړې دي چې ګواکې پاکستان د خپلو پاسپورټونو له متن څخه د اسرائیل سفر بندیز لرې کړی دی. د بهرنیو چارو وزارت په یوه وضاحتي اعلامیه کې دا ادعاوې بې بنسټه وبللې. وروسته له دې چې د هندوستان ځینې رسنۍ دا دروغ […]
په وزیرستان کې د امنيتي وضعیت له امله دفعه ۱۴۴ نافذه شوه

د خيبر پښتونخوا حکومت د شمالي وزیرستان په ضلع کې د امن او امان د ټينګښت لپاره د پاکستان د جزا قانون دفعه ۱۴۴ نافذه کړې ده. دا پرېکړه د صوبې د کورنيو او قبایلي چارو وزارت د شمالي وزیرستان د انتظاميې په سپارښتنه شوې ده. د حکومت له لوري په دې اړه يو رسمي […]
په کوټه کې د امنيتي وضعیت له امله د موبايل انټرنېټ خدمتونه ۲۴ ساعته ودرول شول

د بلوچستان حکومت يو ځل بيا د کوټې په ښار کې د موبايل انټرنېټ د معلوماتي خدمتونو د بندېدو اعلان کړی دی. د بلوچستان د کورنيو چارو وزارت په يو بيان کې ويلي چې دا پرېکړه د ښار د روان امنيتي حالت له امله شوې ده. د وزارت د څرګندونو له مخې، موبايل ډاټا به […]
خیبر پښتونخوا: وزیراعلیٰ سهیل آفریدی خپله کابینه اعلان کړه، نن به د لوړې مراسم ترسره شي

د اوږدې مودې ځنډ وروسته، د خیبر پښتونخوا وزیراعلیٰ سهیل آفریدی بالاخره د جمعې په ورځ خپله صوبایي کابینه اعلان کړه. په کابینه کې لس وزیران، دوه سلاکاران او یو ځانګړی مرستیال شامل دي. د لوړې مراسم به نن ماسپښین درې بجې د ګورنر هاوس په ودانۍ کې ترسره شي. د وزیراعلیٰ لهخوا وروستي شوي […]
په ترکیه کې د ډيپلوماسۍ بریا: پاکستان او افغانستان د اوربند د دوام پرېکړه وکړه

د ترکیې د بهرنيو چارو وزارت لهخوا د خپرې شوې ګډې اعلامیې له مخې، افغانستان او پاکستان موافقه کړې چې د استانبول په خبرو کې د ترکیې او قطر په منځګړیتوب د روان اوربند دوام به کوي. دواړو هېوادونو هوکړه وکړه چې دایمي سولې د ټينګښت لپاره یو مؤثر د څار او تایید (نظارت او […]
