د خېبر پښتونخوا حکومت ستر اقدام: په ډېره اسماعيل خان کې د «سېف سټي منصوبه» او د پوليسو اصلاحاتو پيل

د خېبر پښتونخوا د وزیراعلی علي امين ګنډاپور په لارښوونه په ډېره اسماعيل خان کې د امنيت د ښهوالي او د پوليسو د هوساينې او سهولت لپاره سترې منصوبی پيل شوې دي. د ډېره اسماعيل خان د «سېف سټي» کېدو لپاره يو پرمختللی د څارنې سيستم (Surveillance System) لګول کېږي. د دې پروژې له مخې […]
د پاکستان لخوا د کورني کروز توغندي ‘فتح-۴’ کامیاب ازمایښت

پاکستان خپله دفاعي وړتیا نوره هم پیاوړې کړه او په بریالیتوب سره یې د کورني (په هېواد کې دننه جوړ شوي) او پرمختللي کروز توغندي ‘فتح-۴’ روزنیز ازمایښت وکړو. د پوځ د عامه اړیکو ادارې (ISPR) له مخې دا توغندی کولای شي چې د ۷۵۰ کیلو مټره وطن څخه په ډېرې دقت سره پر وچه […]
په خضدار کې د ترهګرو خلاف لوی عملیات، ۷ ترهګر وژل شوي

د بلوچستان په خضدار ضلع د زَهري په سیمه کې امنیتي ځواکونو د پټو معلوماتو پر اساس د فتنه الہندوستان په نوم د یوې ترهګرې ډلې خلاف یو لوی عملیات پیل کړي دي. امنیتي سرچینو ویلي دي چې د زَهري په شاوخوا غرونو کې د ترهګرو د شتون او تګ راتګ پخلی شوی معلومات وو. […]
د پاک افغان انګور اډه ګيټ د دوو کالو بندښت وروسته بيا پرانيستل شو، په کار و بار او عامو خلکو کې خوشحالي خپره شوه

د خیبر پښتونخوا په جنوبي وزیرستان لور ضلعي کې پروت د پاکستان او افغانستان ترمنځ پولې ته نږدې انگور آډه ګېټ دوه کاله بند و. بالاخره د نهه (سې شنبې) په ورځ رسماً د سوداګریزو چارو لپاره پرانېستل شو. تمه ده چې دا مهمه پرېکړه به سرحدي تجارت ته نوې وده ورکړي او ځايي خلک […]
په افغانستان کې طالبانو د انټرنېټ کارونه ودرول

د راپورونو له مخې، طالبانو د پنجشنبې په ماښام شاوخوا پنځه بجې په ټول افغانستان کې د انټرنېټ کارونه بند کړل. دا اقدام په داسې حال کې شوی چې طالبانو له دې وړاندې هم د نوري فایبر پر کارونې بندیزونه لګولي وو. ویل کېږي چې په هرات او بلخ ولایتونو کې مخکې هم ورته بندیزونه […]
په کویټه کې د ایف سي (FC) هیډ کوارټر سره نږدې ځانمرګی برید وشو، ۶ کسان مړه او ۱۹ ټپیان شول

په کوئټه کې ماډل ټاون ته نږدې د اېف سي هيډکوارټر ترڅنګ په یوه وحشتناک ځانمرګي برید او ډزو کې ۶ کسان وژل شوي او ۱۹ نور ټپیان شوي دي. ځايي سرچینو ویلي چې دا چاودنه په یوه حساسه سیمه کې شوې او غږ یې تر لرې اورېدل شوی دی. د برید له کبله د […]
په پاکستان کې د سېلاب وروسته د ربيع فصلونو ته لویه خطره: د تخمونو کموالی او د څارويو ناروغۍ زیاتیږي

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې (FAO) خبرداری ورکړی چې په پنجاب او خیبر پښتونخوا (K.P) کې د وروستیو سیلابونو له امله د راتلونکي ربي فصل کرنه سخته زیانمنه کیدای شي. بل پلو د پنجاب د آفتونو د مدیریت ادارې د سروې ټیمونو ته لارښوونه کړې چې د زیانونو د ارزونې پر مهال […]
په کرک عملیاتو کې د وژل شويو ترهګرو مړي خپلوانو ته وسپارل شول

د کرک د ضلعي په درشا خیل سیمه کښې امنیتي ځواکونو د ترهګرو خلاف لوي عملیات وکړل. چې پکې ټول اوولس (۱۷) ترهګر ووژل شول. ډي پي او شهباز الٰهي وویل چې د وژل شوو ترهګرو وارثانو او د خټک اتحاد مشرانو د ډي پي او کرک سره خبرې اترې (مذاکرات) وکړې. د دغو کامیابو […]
د غزې د سولې پلان: د امریکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ دعوه کوي چې وزیراعظم شهباز شریف او آرمي چیف یې پوره ملاتړ کوي

ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي دي چې د پاکستان وزیر اعظم شهباز شریف او پوځ مشر فیلډ مارشل عاصم منیر د غزې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د امریکا له سوليیز پلان پوره ملاتړ کوي. ټرمپ دا خبره د اسراییلو له وزیر اعظم بنجامن نیتن یاهو سره په ګډه خبري غونډه کې وکړه. هغه […]
په خیبر پښتونخوا کي د ترهګرو خلاف کامیابه کاروایی، دوه مطلوب ترهګر ووژل شول

په جنوبي وزیرستان کې پولیس چارواکو دعوی وکړه چې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) یو قومندان یې وژلی دی. چارواکو وویل چې قاري حسین د ګل(دوشنبې) په ورځ د بېرمل تحصیل په لاندیني جنوبي وزیرستان یوه لرې پرته سیمه کې په ډزو کې وژل شوی دی. پولیس چارواکو دا وسله وال د TTP یو مهم […]