په رزمک کې یو سړی په ډزو وژل شوی، هغه د وزیرستان لیګ جنرل سیکرټري و

د خیبر پښتونخوا په شمالي وزیرستان کې یو بل هدفي برید شوی دی. د رزمک په سیمه کې نامعلومو وسله والو د وزیرستان لیګ جنرل سکرټری شاه فیاض خوشحالي آخوندون په ډزو وژلی دی. دا پېښه په رزمک بازار کې هغه مهال شوې چې خوشحالي آخوندون په یوه موټر کې ناست و. وسله والو […]
اسحاق ډار ویلي چې پاکستان د ځوانانو او ډیجیټل بدلون په ایجنډا کې د دولت مشترکه د مشرۍ لپاره چمتو دی

د پاکستان د وزیراعظم مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر سینیټر محمد اسحاق ډار په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې د دولت مشترکه د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې ګډون وکړو. دا غونډه د ملګرو ملتونو د اتیاوو عمومي غونډې په څنډه کې جوړه شوې وه. د بهرنیو چارو وزارت […]
په کرک کې په کان کیندنې حکومت ۶۰ ورځې بندیز ولګاوه

د خیبر پښتونخوا حکومت په کرک ضلع کې د دفعې ۱۴۴ لاندې په غیر قانوني توګه د سرو زرو په کیندنې او پلټنې باندې د ۶۰ ورځو لپاره بندیز ولګاوه. دا پرېکړه د کرک اسسټنټ کمشنر له لوري د خلکو د شکایتونو پر اساس د سپارښتنې وروسته وشوه. د دې بندیز مقصد د کیندنې د […]
په باجوړ کې د اې این پي د مشر د وژل کېدو خلاف احتجاجي مظاهره

په باجوړ کې د عوامی نیشنل ګوند (اے این پی) د صوبائي مرستیال صدر ملک میر اعظم خان د وژنې خلاف احتجاجي مظاهره وشوه. په دې احتجاج کې د مختلفو سیاسي ګوندونو لکه جماعت اسلامي، جمعیت علمائے اسلام، پاکستان پیپلز پارټۍ ګوند، مسلم لیګ (ن) او تحریک انصاف فعالین او مشرانو ګډون وکړو. مظاهره کوونکو […]
د ملګرو ملتونو غونډه: ټاکل شوې ده چې وزیراعظم شهباز شریف به له ټرمپ او د مسلمانو هېوادونو له مشرانو سره وګوري

پاکستان د فرانسې، بریتانیې، اسټرالیا، کاناډا او پرتګال په شمول د لوېدیځو هېوادونو د پرېکړې هرکلی وکړو چې فلسطین یې د یو خپلواک هېواد په توګه وپېژانده. دا اعلان په داسې وخت کې وشو چې وزیراعظم شهباز شریف په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په ۸۰مه غونډه کې د ګډون لپاره هلته […]
د ھنگو پولیسو کامیاب عملیات، د ترهګرۍ لوی پلان شنډ شو

د ډی پی او هنګو خان زیب مهمند تر څارنې او د ډی آی جي کوهاټ ریجن عباس مجید خان مروت په خاص لارښوونو دوابې پولیسو په یوه مهم عملیات کې د ترهګرۍ یو ستر پلان شنډ کړی دی. په دغه عملیات کې ډېرې وسلې او چاودیدونکي توکي نیول شوي دي. د پولیسو د معلوماتو […]
دوه ریاستي حل ته هیله بیا راژوندی شوه: فرانس او موناکو ویلي چې فلسطین په رسمی توګه پېژني

د ګل (دوشنبې) په ورځ د امریکا په نیویارک ښار کې په یوه غونډه کې فرانسې او موناکو په رسمي ډول فلسطین یو خپلواک هېواد په توګه ومانه. د فرانسې ولسمشر ایمانوئل مکرون وویل چې دا کار د دوه هېوادونو د حل لپاره اړین دی. هغه وویل چې که جګړه ودرېږي او په غزه کې […]