د بهرنیو چارو وزیر، سېنېټر محمد اسحاق ډار، د امریکا او مصر د بهرنیو چارو وزیرانو سره په جلا جلا توګه ټیلیفوني خبرې کړې دي

پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له مخې اسحاق ډار او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د پاکستان او امریکا د اړیکو پر مثبت بهیر خوښي څرګنده کړې ده. دواړو مشرانو د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا او د سیمه ایزو او نړیوالو مسایلو په اړه هم خبرې کړې دي. دواړو ژمنه وکړه […]

په ​پنجاب کې د سیلاب حالات: د مړو شمیر ۱۰۴ ته ورسېده، د نورو بارانونو خبرداری ورکړل شو

د پاکستان په پنجاب صوبه کې د سختو بارانونو او سېلابونو له امله مرګ ژوبله زیاته شوې ده او تر دې مهاله ۱۰۴ کسان مړه شوي دي. د پنجاب د افتونو اداره چي د پي ډي اېم اې په نوم پېژندل کېږي هغه وايي چې میلیونونه کسان له سېلاب څخه اغېزمن شوي دي. ​د پي […]