​فیلډ مارشل سید عاصم منیر سیلاب ځپلو سیمو ته لاړو، سکھانو ته یې د عبادت د ځایونو د بیا رغونې یقین ورکړو

فیلډ مارشل او د پوځ لوی درستیز جنرل سید عاصم منیر چې د نشان امتیاز (نظامي) ویاړ یې هم ترلاسه کړی دی. هغه د جمعې په ورځ د پنجاب سیلاب ځپلو سیمو سیالکوټ، شکرګړ، نارووال او کرتارپور ته لاړو. د دې سفر مقصد د سیلاب حالت او د ژغورنې او مرستې روانو اپریشن څېړل و. […]

افغان کډوالو ته د بلوچستان نه د وتلو حکم ورکړل شو، د ستنیدو لپاره یې درې ورځې پاتې دي

حکامو په بلوچستان کښې افغان کډوالو ته خبرداری ورکړی چې له دې صوبې څخه ووځي او د حکومت له خوا ټاکل شوې وروستۍ نېټې نه وړاندې افغانستان ته ستانه شي. د دوی د ستنېدو لپاره درې ورځې پاتې دي. ​وفاقي حکومت د پاکستان په ټولو برخو کښې د افغان کډوالو د ستنېدو دریم پړاو لپاره […]

په لکی مروت کښې د پولیسو او امن کمېټې د خوارجو خلاف کامیاب اپریشن، ۲ ترهګر وژل شوي دي                                                                                                                                      

په لکی مروت کښې پولیسو او د سیمې امن لښکر د پهاړ خیل پکه په سیمه کښې د فتنہ الخوارج ډلې ترهګرو خلاف یو بریالی اپریشن وکړو. په دې اپریشن کښې دوه ترهګر ووژل شول او ډېر نور ټپیان شول. دا ترهګر د ځایی کمانډر هارون ډلې سره تړاو لرلو. ​پولیس او امن لښکر ته […]

په وادی تیراہ کښې د پاکستاني پوځ په قلعه کښې چاودنه شوې ده په چاودنه کښي درې ځوانان زخمیان دي

​د خیبر پښتونخوا د خیبر ضلعې په تیراه دره کښې د جمعې په ورځ د پاکستان د پوځ په یوه قلعه کښې یوه زوروره چاودنه شوې. چې له امله یې د ایف ایف ۲۶ یونټ درې سرتېري ټپیان شوي دي. امنیتي سرچینو ویلي چې دا چاودنه د پاکستان د پوځ په قلعه کښې شوې ده. […]

ترهګرو په قراقرم لویه لار د جي بي سکاوټس په چیک پوسټ  برید وکړو، ۲ عسکر یې ووژل

کله چې وسله والو د جمعې په سهار وختي د چلاس سره نږدې د قراقرم په لویې لارې پر یوه امنیتي چیک پوسټ يی برید وکړو. نو د ګلګت بلتستان دوہ سکاوټس سرتېري په حق ورسېدل او یو بل ټپي شو. ​پولیسو وویل چي بریدګرو شاوخوا ۱۲:۱۵ بجې له غره د پاسه ډزې شروع کړې […]

په شمالي وزیرستان کښې د دوو ورځو لپاره کرفیو ولګول شوه

​د امنیتي وضعیت له امله په شمالي وزیرستان کښې د دوو ورځو لپاره په مکمله توګه کرفیو لګول شوې ده. د دې ضلعي انتظامیې یو نوټیفکېشن خپور کړی چې نن به د جمعې د اګست  ۲۹می له ماښام اوه بجې نه د ګل تر سهار اوه بجو پورې کرفیو وي. ​دا پرېکړه د امنیتي وضعیت […]

په باجوړ کښې د استخباراتی معلوماتو پر اساس د امنیتي ځواکونو اپریشن، دوه مهم ترهګر وژل شول

​په باجوړ کښی امنیتي ځواکونو د استخباراتي معلوماتو پر اساس اپریشن کړي دی چې په پایله کښې یې دوه مهم ترهګر وژل شوي دي. ​د سرچینو په وینا وژل شوي ترهګر د چارمنګ اوسیدونکی ظهیر الله عرف غزنوی او د بابړې اوسیدونکی عبدالرحمن عرف ظهیر الله دي. ​دواړه ترهګر د یوې غیرقانوني ډلې غړي وو […]

په پنجاب کښې د لسیزو تر ټولو بد سېلاب، ۱۵ لکه خلک اغېزمن شوي دي

په چلورو لسیزو کښې د پنجاب په تاریخي سېلابونو کښې تر ټولو ورانوونکی سېلاب چې تر اوسه یې ۱.۴۶ میلینه خلک اغېزمن کړي او ۱۷ کسان یې ژوند له لاسه ورکړی دی. د مون سون د سختو بارانونو او د هند د اوبو د زیرمو څخه د اوبو د اضافي خوشې کولو له امله د […]