امنیتي چارواکي د هوايي بریدونو په اړه د افغان لوري ادعاوې ردوي او د پولې هاخوا ترهګرۍ په اړه شواهد وړاندې کوي

افغان چارواکو ادعا کړې چې پاکستان د ۲۰۲۵ کال د اګست په ۲۷مه د ننګرهار او خوست په صوبو کښې هوايي بریدونه کړي دي چې ملکي وګړي پکې له مرګ ژوبلې سره مخامخ شوي دي. خو د پاکستان امنیتي چارواکو دا ادعاوې په کلکه رد کړې دي او ویلي یې دي چې د دې پېښې […]
پولیو ایریا سپروائزر او د جمعیت علماء اسلام غړي د نامعلوم کسانو په فائرنگ ووژل شو

د چمن په روغانی درې او کلی محمد حسن ټھیکدار سیمو کښې نامعلومو وسله والو د پولیو ایریا سپروائزر او د جمعیت علماء اسلام تحصیل چمن سالار حافظ قادر جان وواژه. د راپورونو له مخې حافظ قادر د حاجی فدا محمد زوی د پولیو په کیمپین کښې د دوو ښځینه ورکرز سره په کار مشغول […]
په واڼه کښې د تښتول شوي سکول پرنسپل د خوشې کولو لپاره د استادانو احتجاج یوولسمه ورځ هم روان دی

په جنوبی وزیرستان واڼه کښې د پرایوټ سکولونو پرنسپالانو او استاذانو د خپل تښتول شوي ملګري پرنسپل رحمت الله وزیر د خوشې کولو لپاره د زیارت (پنجشنبې) په ورځ د اسسټنټ کمشنر واڼه دفتر مخې ته احتجاج وکړو. مظاهره کونکو له حکومت، انتظامیې او پولیس چارواکو څخه غوښتنه وکړه چې پرنسپل رحمت الله وزیر دې […]
د خضدار پولیس لویه کاروائی: د تښتونې او جنسي ځورونې په کیس کښې د لیویز عسکر په شمول ۵ تورن کسان نیول شوي دي

د بلوچستان په خضدار ضلع کښې پولیس د تښتونې او جنسي تېري په یو کیس کښې په وخت اقدام کړی او په څو ساعتونو کښې یې ۵ تورن کسان نیولي دي. چې پکې د لیویز ځواک یو عسکر هم شامل دی. دا کاروائی د خضدار ایس ایس پي شهزاده عمر عباس بابر په مشرۍ ترسره […]
په جنوبی وزیرستان اپر کښې د ښوونکو د کمښت او نه حاضریدو له امله د زده کوونکو جینکو او مور و پلار لخوا احتجاج

د سراروغه د جینکو مډل سکول زده کوونکې او والدين د تعليمي ادارو چارواکو څخه غوښتنه کوي چې دوی دې د زده کړو له حق څخه بې برخې نه شي. د دوی په وينا د تعليمي دفتر چارواکي لکه ډي اي او، ډپټي ډي اي او صابره، ایس ډي او افسانه او ای ډي آئي […]
په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کښې د پولیو د ختمولو د پاره خاص کیمپین شروع شو

په بلوچستان کښې د پولیو خلاف کیمپین په رسمي توګه پیل شو. چې د بلوچستان لوی سکرټرې شکیل قادر خان د ماشومانو ته څاڅکي ورکولو سره افتتاح وکړه. د دې کیمپین په ترڅ کښې به د بلوچستان په ۲۶ ضلعو کښې نږدې ۲۰ لکه ماشومانو ته د پولیو ویکسین ورکړل شي. دا کیمپین به د […]
پولیسو او سي ټي ډي (CTD) په څلورو ورځو اپریشن کښې ۹ ترهگر وژلي دي

د دېر ښار پولیسو او د سي ټي ډي (CTD) په دېر سیمه کښې د ترهگرو خلاف څلور ورځنی اپریشن وکړو. په دي اپریشن کښې ۹ ترهگر ووژل شول او د ۵ تنو مړي هم ترلاسه شول. په دې اپریشن کښې ۲ ولسي خلک د ترهگرو په ډزو کښې شهیدان شول او ۱۰ پولیس پوځيان […]
په جنوبي وزیرستان کښې د ۱۳ ساعتونو لپاره کرفیو لګول شوې ده

په جنوبي وزیرستان کښې د ۱۳ ساعتونو لپاره کرفیو لګول شوې ده د جنوبي وزیرستان په ځينو برخو کښې د اګست د میاشتې په ۲۸مه نېټه له سهار شپږو بجو څخه د ماښام تر اوو بجو پورې کرفیو لګول شوی ده. د ضلعې انتظامي چارواکو ویلي دي چې د کرفیو پر مهال به هر ډول […]
د پنجاب ډیری برخې له سېلابونو وروسته تر اوبو لاندې شوې دي

په پنجاب صوبه کښې زیاتو او ویجاړوونکو سیلابونو په سلګونو زره خلک بې ځایه کړي او زېربنا او کرنې ته یې زیان رسولی دی. د ستلج، راوي او چناب سیندونه چې د سختو موسمي بارانونو او د هند له بندونو څخه د اوبو د زیاتې خوشې کېدو له امله راوتلي. د مرکزي پنجاب زیاتي سیمې […]