د تورخم پولې له لارې د افغان کډوالو هېواد ته ستنېدل روان دي

د افغان کډوالو د ستنیدو لړۍ د خیبر ضلعي د تورخم له لارې روانه ده. د کډوالۍ د چارو سرچینو ویلي چې تېره ورځ په لویه شمېره کښې افغانان له بېلابېلو اسنادو سره افغانستان ته ستانه شوي دي. ​د جزیاتو له مخې د اګست په ۲۴مه نېټه، ۲۴۱۹ پي او ار کارډونه او ۱۲۳ افغان […]

۱۱م این ایف سي ایوارډ: مالي توازن که نوې چیلنج؟

پاکستان د شاوخوا ۱۵ کلونو وروسته د ۱۱م ملي مالیاتي کمېشین (NFC) له لارې د عوایدو د وېش چوکاټ بیاکتنې ته تیاری کوي. د دې سلسلي لومړنۍ غونډه د اګست پر ۲۹ نېټه ترسره کېږي. چې د صوبو او مرکزي حکومت ترمنځ د مالي ونډې پر سر نوې بحثونه راپورته کوي. اوس مهال د وېش […]

د بلوچ لبریشن آرمي (BLA) کمانډر زاهد بهواني په ټمپ اپریشن کښې ووژل شو

​د امنیتي ځواکونو او چارواکو له تایید سره سم امنیتي ځواکونو د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ په اپریشن کښې د بلوڅو آزادي غوښتونکي پوځ (BLA) یو لوړ پوړی قوماندان زاهد صالح چې په واحد او بهواني هم مشهور و. د کیچ ضلعي په ټمپ سیمه کښې امنیتي ځواکونو زاهد ووژلو. ​د امنیتي سرچینو په وینا […]

پاکستان په ژوب کښې په اپریشن کښې وژل شوي ۵۳ هغه افغانان بیرته وسپارل چې په ژوب کښې په اپریشن کښې وژل شوي وو

​د راپورونو له مخې په بلوچستان کښې د پاکستان او افغانستان د چارواکو ترمنځ یوه ۱۵ کسیزه جرګه شوې ده چې پکې له افغانستان څخه درې مهمې څېرې هم شاملې وې. په اسلام آباد کښې د خراسان ډایري په نوم د څېړنیز مرکز د خبر له مخې افغان چارواکو د ځایي جرګې په مرسته په […]

امنیتي ځواکونو د باجوړ پنځه کلي د بېرته ستنېدو لپاره محفوظ اعلان کړی دی

د باجوړ ضلعې لوي ماموند تحصيل په پنځو کليو کښې امنيتي ځواکونو  اپریشن شروع کړو. ​دغه کلي چې سيري کلان، سري ميان ګانه، لوندۍ کلان، بلال مسجد ترخو او شمشير ګړه قلعه ترخو دي. اوس د بې ځايه شوو کورنيو د ستنېدو لپاره خوندي بلل شوي دي. ​د ضلعې انتظاميې د کورنيو د بيا ستنېدو […]

په دېر کښې په ګډو عملیاتو کښې پنځه وسله وال ووژل شول

​د فتنہ الخوارج یا د تحریک طالبان پاکستان خلاف په یو ګډ اپریشن کښې لږ تر لږه پنځه وسله وال په پورتنۍ دیر کښې وژل شوي دي چې د تحریک طالبان پاکستان ډلې لپاره یی کار کولو. ​د پولیسو د ایلیټ فورس، د سی ټي ډي (CTD) او چټک غبرګون ځواک (RRF) په ګډ اپریشن […]

په هنګو کښې د اېف سي په چیک پوسټ د ترهګرو برید، ۲ ایف سي کسان شهیدان او ۱۷ ټپیان شول

د خیبر پښتونخوا په هنګو ضلع د ټل تحصیل په توراړی سیمه کښې تېره شپه نامعلومو وسله والو د فرنټیئر کور (اېف سي) په یوه چیک پوسټ برید وکړو. ​د پولیسو په وینا په دې برید کښې ۲ اېف سي عسکر شهیدان شوي او ۱۷ نور ټپیان شوي دي. ​ځایی سرچینو ویلي چې دا برید […]

د پاکستان او هندوستان ترمنځ د پوځي شخړې وروسته لومړی رابطه: هندوستان پاکستان ته د توی سیند د ممکنه سېلاب په اړه خبرداری ورکړه

هند د پاکستان سره رابطه کړې ده او د توی سیند کښې د جمو سره نږدې د لوی سېلاب د خطر په اړه یې خبرداری ورکړی. دا د مې په میاشت کښې د پوځي شخړې وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ لومړی لوی رابطه ده. ​د جیو نیوز خبري اېجنسۍ په وینا دا خبرداری د اګست […]