ډی جی آی ایس پی آر لخوا د پوځي مشر د مې د ۹مې په اړه د څرګندونو د خبرونو ردول

​د پاک پوځ ویاند ډي جي احمد شریف چوهدري دا خبرونه رد کړي چې ګواکې د پوځ مشر جنرل عاصم منیر په بروکسل کښې د خپل وروستي سفر په ترڅ کښې سیاسي روغه جوړه په خالصې بخښنې پورې تړلې ده. ​دا وضاحت وروسته له هغه وشو کله چې د اګست په ۱۶ مه نېټه نامتو […]

په اعظم ورسک کښې د امنیتي ځواکونو او ترهګرو تر منځ نښته، ۱۵ ترهګر وژل شوي دي

​د جنوبي وزیرستان لوئر په اعظم ورسک سيمې کښې امنیتي ځواکونو د ترهګرو خلاف اپریشن شروع کړي دي. د تازه معلوماتو پر اساس ځواکونو د ترهګرو په پټنځایونو حمله کړې او ۱۵ ترهګر یې وژلي دي. په وژل شوو کښې یو ځانمرګی برید کوونکی هم شامل دی. ځايي سرچینو ویلي چې د ډزو په تبادله […]

بلوچستان کښې د موبائیل انټرنیټ سروس بحالولو حکم

بلوچستان های کورټ په یوه مهم پرېکړه کښې په ټوله صوبه کښې د عام ټرانسپورټ او موبایل انټرنیټ بحالولو امر کړی دی. دا پرېکړه د موبایل انټرنیټ بندېدو په اړه د یو کیس اورېدو وروسته شوې. ​د های کورټ جج روزي خان بړېچ او قاضي سردار احمد حلیمي په دې کیس کښې د اورېدنې پر […]

​د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د شپږمې ستراتيژيکې خبرې اترې لپاره پاکستان ته ورسېد

​د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د ۲۰۲۵ کال د اګست په ۲۱ مه نېټه پاکستان ته ورسېد. چې د چين او پاکستان په شپږمه ستراتيژيکه خبرو اترو کښې ګډون وکړي. له دې سفر څخه مخکې وانګ يي د اګست په شلمه نېټه په کابل کښې د پاکستان د بهرنيو چارو له وزير […]

په ​جنوبی وزیرستان اپر کښې دفعه ۱۴۴ لګول شوې ده، ټول تګ راتګ او بازارونه بند دي

​د خیبر پښتونخوا په اپر جنوبي وزیرستان ضلع کښې په بېلا بېلو لارو او سیمو ۱۴۴ دفعه لګول شوې ده.​دا دفعه د امنیتي ځواکونو د تګ راتګ او لوژستیکي توکو د لېږد په خاطر لګول شوې ده. چې د زیارت (پنجشنبې) له سهار ۶ بجو څخه تر ماښام ۷ بجو پورې به وي. ​د کورنیو […]

وزیر اعظم د سیلاب ځپلو لپاره د مرستې اعلان وکړو

پاکستان د سختو بارانونو او سیلابونو له کبله سخت ځپل شوی دي. له بارانونو له امله یې د ټول هېواد په کچه تر ۷۰۰ زیات خلک مړه شوي دي او د مړو شمېر لا هم مخ په زیاتېدو دی. ​د دې خراب حالت له امله حکومت ژر تر ژره غبرګون ښودلی چې په دې کښې […]