هغه کسان چې قانون نه مني، هغوي سره به هېڅ قسم خبرې اترې نه کېږي، د سرغړونې کوونکو خلاف به قانوني اقدام کېږي

د بلوچستان وزیراعلی میر سرفراز بګټي د مجلس علماء پاکستان لخوا په کویټه کښې جوړې شوې د پاکستان د ملي ثبات کانفرنس ته وویل چې د پاکستان اساسي قانون نه منونکو او وسلوال بې ثباته کوونکو سره به هېڅ مذاکرات نه کېږي. هغه وویل چې د ریاست داسې دښمنانو پر وړاندې به سخت اپریشن کېږي. […]
د خیبر پختونخوا وزیر اعلیٰ د کرم امن جرګو کوربتوب وکړ، مهمې سپارښتنې وړاندې شوې

د خیبر پښتونخوا وزیر اعلیٰ علی امین ګنډاپور په کوربتوب په صوبه کښې د امن و امان د ښه والي لپاره د سیمه ایزو جرګو لړۍ پای ته ورسېده. د دغې لړۍ څلورمه او وروستۍ مشورتي جرګه د خالي (شنبې) په ورځ په پېښور کښې د وزیراعلی په کور کښې وشوه. چې پکې د کرمې […]
په ژوب کښې د امنیتي ځواکونو بریالی اپریشن ، د وژل شویو ترهګرو شمیره ۴۷ ته و رسیده

د پاکستان امنیتي ځواکونو د ژوب ضلعې په سمبازه سیمه کښې د دوو ورځو اپریشن پر مهال د هند ملاتړي ۴۷ وسله وال وژلي دي. د پوځ د ISPR (آی ایس پي آر) د یوې اعلامیې له مخې دا عملیات د اګست په ۷مه او ۸مه شروع شوي وو. په اعلامیه کښې راغلي چې د […]
د خیبر پښتونخوا په خیبر ضلع کښې د داعش ډلې یو لوړپوړی سیمه ایژ کمانډر عبدالمالک په ډزو کښې وژل شوی دی

د خیبر پښتونخوا د خیبر ضلعې په وادي تیراه کښې د سور غر په سیمه کښې د یو کس مړی موندل شوی دی. دا کس د ناقانونه ډلې داعش یو مهم قوماندان عبدالماک و. پولیس وایي چې عبدالمالک په ډزو وژل شوی دی. عبدالمالک په ځان مرګی بریدونو کښی د ترهګرو مرستی کولي. د ځایي […]
په لکي مروت کښې د بم په چاودنه کښې ۲ پوځيان زخمي شوي دي

په لکي مروت کښې د سړک د غاړې په بمي چاودنې کښي دوه پاکستاني پوځيان ژوبل شوي دي. پېښه د پېزو تاڼې سره اړونده د عبدالخېلو په سیمه کښې هغه وخت رامنځته شوه. کله چې د پوځ د ۴۳ پنجاب رجمنټ پوځیان په پلې توګه د تلاشۍ اپریشن کول. د اپریشن په مهال د سړک […]
د مودي د ټرمپ سره د نه لیدو په اړه د بلومبرګ راپور وایي چې هغه د پاکستان د پوځ له مشر عاصم منیر سره د مخامخ کېدو څخه یره لرله

د بلومبرګ د راپور له مخې، د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي د جون په میاشت کښې د امریکا له ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره له کتنې ډډه وکړه. ځکه چې د پاکستان د پوځ له فیلډ مارشل عاصم منیر سره د ممکنه لیدو څخه یې وېره لرله. دې امریکایي خپرونې په نوي ډیلي کښې د […]