په ټانک کښي د کواډ کاپټر د مرمي لګیدو له امله ۲ واړه ماشومان شهیدان شول او د سیمې خلکو سخت احتجاج وکړو

په ټانک کښې د ګومل تاڼې په رغزۍ کلي کښې د مارټر مرمۍ لګېدو له امله دوه ماشومان شهیدان شوي دي. دا پېښه د نهې (سې شنبې) په ورځ شوې کله چې دا دواړه ماشومان له کوره مدرسې ته روان وو. ناڅاپه یو مارټر ګولۍ (د هاوان مرمۍ) ورته راوغورځېده. چې له امله یې دواړه […]

لږ تر لږه پنځه کسان په ګلګت بلتستان کښې د بارانونو له امله مړه شوي دي

په ګلګت بلتستان کښې د بابوسر په سیمه کښې سختو بارانونو او سېلابونو لږ تر لږه پنځه کسان وژلي او څو نور ورک دي. د ژغورنې عملیات روان دي. دا پېښه د ګل (دوشنبې) په ورځ شاوخوا ۳:۳۰ بجې شوې ده. د بابوسر سړک له جل څخه تر دیونګ پورې د ۷-۸ کیلومټرو په اوږدوالي […]

په بنو کښي پر پولیس چیک پوسټونو باندې د ترهګرو بریدونه شنډ شول، آي جي پي او آر پي او پولیسو ته شاباسي وویله

تېره شپه د خیبر پښتونخوا په بنو ضلع کښې د حوید تاڼې په حدودو کښې پر دوو پولیس پوستو، شیخ لنډک او مزانګه، ترهګرو په پرمختللو وسلو برید وکړ. خو د پولیسو پر وخت او مؤثرو ځوابي بریدونو له امله دواړه حملې شنډې شوې. د معلوماتو له مخې پر شیخ لنډک پوسته په ډرون او […]

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان به د جولای په ۲۶ مه نېټه پاکستان ته سفر وکړي

د ایران ولسمشر مسعود پزشکيان به د جولای په ۲۶مه پاکستان ته سفر وکړي. دا خبره د ایران تسنیم خبري اېجنسۍ د ایران د بهرنیو چارو وزارت د ویاند له قوله کړې ده. د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي په یوه خبري کانفرنس کښې د دغه سفر اعلان وکړ او دا یې […]

د مونسون له امله د مړو شمیر ۲۲۱ تنو ته ورسېد

د پاکستان (NDMA) په وینا د روانو بارانونو له امله د مړو شمیر ۲۲۱ ته رسیدلی دی. چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کښې پنځه نور کسان مړه شوي دي. په دې تازه پېښو کښې دوه نارینه او درې ماشومان شامل دي او لس نور کسان ټپیان شوي دي. سختو بارانونو په ټول هېواد کې پراخه […]