د نامعلومو کسانو لخوا په ډزو کښې مولوي ابراهيم شهيد او ملګری يې ټپي شو

په خيبر پښتونخوا چارسدې ضلعې، کندې بټو سيمه کښې د ډزو په يوه پېښه کښې مولوي ابراهيم شهيد شوی او يو ملګری يې سخت ټپي دی. دا خواشينوونکې پېښه هغه مهال رامنځته شوه کله چې مولوي ابراهيم له تنګي څخه پړانګ غار ته روان و. پوليسو ويلي چي نامعلومو وسله والو کسانو پر لاره د […]
هندي محکمې ۱۲ کسان د ممبيي اورګاډي بمي چاودنو کیس څخه بري کړل

د ممبۍ عالي محکمې په ۲۰۰۶ کال کښې د ممبۍ د اورګاډي په چاودنو کښې ۱۸۷ کسان وژل شوي وو او تر ۸۰۰ زیات ټپیان شوي وو. د ۱۲ محکومو کسانو برائت ورکړی دی. محکمې د ۲۰۱۵ کال حکمونه چې پنځه پکې د مرګ او اووه د عمر قید سزاګانې وې. هغه ئي لغوه کړل. […]
په میرانشاه کښې پخوانی تسلیم شوی طالب قوماندان تواب په یوه برید کښې له خپلو دوو ملګرو سره ووژل شو

د خیبر پښتونخوا په قبایلي ضلعې شمالي وزیرستان میرانشاه تحصیل کښې پر پخواني طالب کمانډر تواب خان او د هغه پر ملګرو د میرانشاه بائی پاس سړک ته څېرمه قاتلانه برید شوی. چي په پایله کښې د تواب خان په ګډون درې کسان وژل شوي دي. د جزیاتو له مخې دا برید د ګل (دوشنبې) […]
په اورکزۍ کښې ترهګرو برید وکړ، په برید کښي د امنیتي ځواکونو ۸ سرتېري شهیدان شول

د سیمه ییزو پولیسو د معلوماتو له مخې د خیبر پښتونخوا په اورکزو ضلعو کښې د غنډه میله په سیمه کښې پر پوځي کاروان برید شوی دی. په دې برید کښې لږ تر لږه اته امنیتي ځواکونه شهیدان شوي دي.ترهګرو د اورکزو سکاوټس کاروان هغه مهال په نښه کړ کله چې دوی له سیمې څخه […]
امنيتي ځواکونو په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کښې بریالۍ عملیات کړي، ۱۳ ترهګر وژل شوي دي

د انټر سروسز پبلک ریلیشنز (آئي اېس پي آر) مطابق امنیتي ځواکونو د اتوار (یکشنبه) په ورځ په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کښې د یو لړ عملیاتو پر مهال ۱۳ ترهګر وژلي او ۸ نور یې نیولي دي. دا عملیات د پټو معلوماتو پر بنسټ ترسره شوي او په ترڅ کښې یې د ترهګرو ګڼ […]
پر لویه لار ترهګري: هند پلوه بي ایل اې په قلات کښې خونړی برید وکړ

د بلوچستان په قلات لات ضلع کښې پر یوه مسافر وړونکي بس وسله وال برید شوی چې له امله یې درې تنه وژل شوي او اوه نور سخت ټپیان دي. دا پېښه د (نهه) سه شنبې پر سهار شوې ده. د پاکستان حکومت وايي دا برید د کالعدم بلوچ لبریشن آرمي (BLA) یا بي اېل […]
د مړیو شمیره د بارانونو له وجې ۲۱۶ ته پورته شوه

په پاکستان کښې د سختو بارانونو او سېلابونو له امله په تېرو ۲۴ ساعتونو کښې ۱۳ نور کسان مړه شوي. چې له جون ۲۶ راهیسې د مړو شمېر ۲۱۶ ته رسېدلی دی. ملي افتونو پر وړاندې د مبارزې ادارې (NDMA) ويلي چې د دغو سختو بارانونو له امله پراخ سېلابونه راغلي او ډېر کورونه نړېدلي […]
په بلوچستان کښې د قتل په کیس کښې ۱۱ کسان نیول شوي چې اصلي شکمن هم پکې شامل دی

د بلوچستان وزیراعلیٰ سرفراز بګټي د يوه وحشيانه وژنې په ويډيو کښې د اصلي شکمن کس د نيولو اعلان کړی. چې ډېرو خلکو ته د ناموسي وژنې په څېر ښکاري. دا نيونه د يوې روانې کاروايي برخه ده چې تر اوسه يې ۱۱ شکمن کسان نيولي دي. وزیراعلیٰ بګټي د قربانيانو هويت تاييد کړ او […]