ډار به په راتلونکې اونۍ امریکا ته سفر کوي او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا مهمې غونډې به پر مخ وړي

په راتلونکې اونۍ کښې به د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار متحده ایالاتو ته سفر وکړي. هغه به د ملګرو ملتونو امنیت شورا د پاکستان د مشرتابه په چوکاټ کښې په ځینو مهمو غونډو کښې ګډون وکړي. د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چي د وزیراعظم مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر سینیټر محمد اسحاق […]
په هنګو کښې د ترهګرو پر ضد لوی عملیات، ډي پي او او ایس ایچ او ټپیان، ۹ ترهګر وژل شوي دي

د خالي په ورځ د خیبر پښتونخوا په هنګو ضلع کښې امنیتي ځواکونو د زرګرۍ په سیمه کښې د ترهګرو پر ضد یو لوی عملیات پیل کړل. په دې عملیاتو کښې د هنګو د ضلعې د پولیسو مشر (DPO) خالد خان او د دوآبې تاڼېSHO نبي خان په ګډون یو شمیر سرتیري ټپیان شوي دي. […]
د سوات سيند پېښه: د صوبايي حکومت په راپور کښې د خلکو د مړینې ذمه واري پر چارواکو واچول شوه

خیبر پښتونخوا حکومت لخوا په یوه راپور کښې چې د تېرې میاشتې (جون ۲۷) د سوات سیند په زړه بوږنونکې پېښه کښې د یولس (۱۱) نه د زیاتو سیلانیانو په مړینه کښې د صوبایي چارواکو سختې نیمګړتیاوې ښکاره شوې دي. د کلتور او سیاحت څانګې د پلټنو راپور له مخې د پېښې له ځای څخه […]
په بنو کښي د مریانو په تاڼې د وسله والو لخوا د کواډ کاپټر ډرون برید

د خیبر پښتونخوا په بنو ضلعي کښې په تېره یوه میاشت کښې په پولیس تاڼو د ډرون (کواډ کاپټر) بریدونه زیات شوي دي. په تازه پېښه کښې د خالي (شنبې) په ورځ وسله والو یو ځل بیا د مریانو تاڼه په کواډ کاپټر ویشتلې ده. خو د پولیسو پر وخت اقدام د یوه لوی زیان […]
ټرمپ ادعا کوي چې د پاکستان او هند ترمنځ په شخړه کښې پنځه جیټ الوتکې را غورځول شوې وې

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د جمعې په ورځ ادعا وکړه چې د پاکستان او هند ترمنځ په وروستیو جګړو کښې پنځه جنګي الوتکې ویشتل شوې دي. هغه دا خبره په سپینه ماڼۍ کښې د جمهوري غوښتونکو وکیلانو سره د شپې په مېلمستیا کښې وکړه. خو نور جزیات یې ورنه کړل.ټرمپ وویل چي په حقیقت […]
په پاکستان کښې د بارانونو نوې لړۍ پیلېدونکې ده

پاکستان لا هم د سختو بارانونو له امله له زیاتو مرګ ژوبلو سره لاس او مخامخ دی. چې اوس یوه بله د مونسون څپه د جولای له ۲۰مې څخه تر ۲۵مې پورې هېواد ته د راتلو په حال کښې ده. چارواکو د سختو بارانونو، تېزو بادونو، دوړو او د سیلابونو احتمالي خطرونو په اړه خبرداری […]