د باجوړ د ډزو پېښه: پر نامعلومو ترهګرو مقدمه ثبت شوه

د پنجشنبې په ورځ د خیبر پښتونخوا د قبایلي ولسوالۍ باجوړ په خار تحصیل کې د نامعلومو ترهګرو په ډزو کې مولانا خانزیب او د سکواډ یو پولیس کانسټېبل، شیرزاده، پر ځای وژل شوي دي ، او درې نور کسان سخت ټپیان شوي دي. دا پېښه هغه مهال رامنځته شوه، کله چې مولانا خانزیب د […]

په لورالایی کښې ترهګري: د پلار جنازې ته روان دوه وروټه هم شهیدان شول

د بلوچستان په لورالايي ضلعي کښې تېره پنجشنبه شپه وسله والو له بسونو ښکته کړي ۹ مسافر په بې رحمۍ سره وژلي دي. په وژل شویو کښې د لودھراں ضلعي د دنیاپور تحصیل دوه وروڼه، جابر او عثمان هم شامل دي. چې د خپل پلار په جنازه کښې د ګډون لپاره پنجاب ته روان وو. […]

ولسمشر او وزیراعظم په بلوچستان کښې د پنجابي مسافرو وژنه وغندله

ولسمشر آصف علي زرداري او وزیراعظم شهباز شریف په بلوچستان کښې د بس پر مسافرو د برید په کلکو ټکو غندنه کړې ده. دا پېښه د پنجشنبې ناوخته شپه د سرډاکې په سیمه کښې شوې ده. ناپېژانده وسله والو کسانو لس تنه مسافر له بس څخه کښته کړي او بیا یې وژلي دي. برید کوونکو […]

د پاکستان د مالیې وزیر وايي چې پاکستان د نفوسو د زیاتوالي او اقلیمي بدلون له کبله له ډېرو لویو خطرونو سره مخ دی

د پاکستان د خزانې وزیر محمد اورنګزیب د هېواد د راتلونکي په اړه یو جدي خبرداری ورکړی او د چټک نفوس زیاتوالی او اقلیمي بدلون یې د داسې ګواښونو په توګه په ګوته کړي چې د پایښت لرونکي اقتصادي پرمختګ مخه نیسي. د درې ټریلیون ډالرو اقتصاد هدف اورنګزیب د نړۍ د نفوسو ورځې په […]

په لورالايي کښې ۱۲ پنجابيان له ګاډي ښکته او ووژل شول

د پنجشنبې پر شپه په لورالاي کښې د بندیز لګول شوې بلوڅ لېبریشن آرمي (BLA) وسله والو له مسافرو موټرو څخه ۱۲ کسان ښکته کړل او ووژل شول. دا ټول قربانیان د پنجاب اوسېدونکي وو. دا پېښه د لورالاي، ډېره غازي خان پر سړک د مېختار په سیمه کښې د پنجشنبې په شپې له نیمې […]