آی ایس پي آر وایي چي په وزیرستان کښې چې کوم ملکي وګړي وژل شوي دي دا د فتنې خوارجو کار دی

د ۲۰۲۵ کال د مې په ۱۹ مه په شمالي وزیرستان میرعلي کښې یوه خواشینونکې پېښه وشوه چې ملکي وګړو ته پکې مرګ ژوبله واوښته. د دې پېښې په اړه ځینې خلکو د امنیتي ځواکونو په وړاندې بې بنسټه او غلط تورونه پورې کړي وو. د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې (ISPR) د […]

ډار په بیجینګ کښې د افغان بهرنیو چارو وزیر متقي سره ولیدل

د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار په بیجینګ کښې د افغانستان د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیر خان متقي سره وکتل او د دوه اړخیزو او سیمه ایزو ګټو په اړه یې خبرې وکړې. د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې له مخې دواړو د مرستیال لومړي وزیر/بهرنیو چارو وزیر کابل ته وروستي سفر […]

د پاکستان د پوليو د مخنيوي پروګرام ترمخه په خېبر پښتونخوا دوه نوي د پوليو کېسونه رپورټ شوي

د پوليو د مخنيوي د پروګرام په وېب پاڼه ليکل شوي دا تازه پېښې په بنو او لکي مروت سيمو کې رپورټ شوي چې ورسره روان کال د پوليو کېسونو شمېر ۱۰ ته ورسېدو۔ د خېبر پښتونخوا د پوليو ايمرجنسي ډپټي ډايريکټر محمد ذيشان هم خبرکده ته د نوي د پوليو کېسونه تائيد کړي دي۔ […]

آئي اېس پې آر  د خضدار حملې نه وروسته وایي چي هنديان د پټو خلکو په ذریعه په بلوچستان کښې ترهګري خپروي

انټر سروسز پبلک ریلیشنز (ISPR) تایید کړه چې په خضدار کښې د یوه سکول بس باندې په برید کښې لږ تر لږه درې ماشومان او دوه لویان وژل شوي دي. آيي ایس پي آر زیاته کړه چې د جګړې په ډګر کښې له سختې ماتې وروسته هندي لاسپوڅي ازاد کړل شوي دي. د هند ترهګر […]

په خضدار کښې پر سکول بس بمي برید کښی ۴ ماشومان ووژل

په خضدار بلوچستان کښې د چهارشنبې په ورځ پر یوه سکول بس بمي برید کښې لږ تر لږه څلور ماشومان مړه او ۳۵ نور ټپیان شول.د خضدار مرستیال کمشنر یاسر اقبال دشتي پېښه تایید کړه او ویې ویل چې دا پېښه زیرو پواینټ ته نږدې شوې ده. نږدې روغتونونو کښې بیړنی حالت اعلان شوی دی.پولیس […]

پاکستان ته د خپلواکۍ ساتلو په خاطر د چین ستاینه او د ملګرتیا بیا ټینګار

د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د سه شنبې په ورځ له خپل چینایي سیال وانګ يي سره وکتل. چین د پاکستان د ملي حاکمیت په ټینګه دفاع وستایله او پاکستان یې یو ټول مهاله ستراتیژیک ملګری او پیاوړی دوست وباله. د بهرنیو چارو وزارت لخوا د دې کتنې په اړه بشپړه خپره شوې وینا […]