تورخم لارې ۱۹ ورځې بندې دي، پاکستان او افغانستان بیا جرګه کوي

نن بیا د تورخم په پوله د پاکستان او افغانستان جرګه کیږي چې ستونزې حل کړي. دا غونډه د غرمې په یو نیمه بجه د افغانستان په طرف کښې کیږي چې د دواړو هیوادونو استازي ګډون کوي. د پاکستاني ډلې مشر سید جواد حسین کاظمي وایي چې د پاکستان ۳۰ کسیزه جرګه په خبرو کښې […]
د بلوچستان د ریل ګاډي تښتونکو کښې ځانمرګي بریدګر هم وو: امنیتي چارواکی

د بلوچستان په جعفر ایکسپریس کښې د ترهګرو لخوا د نیول شویو یرغمل شویو کسانو د ژغورلو عملیات د چهارشنبې تر سهار پورې جاري وي چې ۱۵۵ مسافر په بریالیتوب سره وژغورل شول. د امنیتي چارواکو په وینا ټول ۲۷ بریدګر وژل شوي دي. خو چارواکو دا هم وویل چې پاتې بریدګر ځانمرګي بریدګر دي […]