تحریر: آمنہ فارس
کله چې د آزاد بلوچستان غورځنګ مشر حربيار مري د ايران پر وړاندې د اسرائيلو د پوځي بريدونو پر ښکاره ملاتړ وکړ. کېدای شي موخه يې نړيوال پام ځانته اړول وي. خو په کور دننه يې غبرګون د شاک او کرارې غصې و. هغه څه چې مري د سيمهييز دښمن پر وړاندې مقاومت ګڼي. ډېر خلک يې د هغو خلکو سپکاوی بولي چې نوموړی يې استازيتوب کوي. هغه د بلوچستان نوم د يو داسې دولت د ملاتړ لپاره کاروي چې هره ورځ فلسطينيان وژني. دا ازادي نه ده. دا مقاومت نه دی. دا ځان پلورل دي.
تاسې نه شئ کولای چې د خپل ملت استازيتوب وکړئ او بيا د يو داسې هېواد ستاینه وکړئ چې روغتونونه بمباروي، ماشومان وږی کوي او غزه په هدیره بدلوي. تاسې نه شئ کولای چې په کوېټه کښې د ظلم خبرې وکړئ او په رفح کښې ورته لاسونه پړقوئ.
لکه څنګه چې سيمون دي بووار وويل چي ظالم به دومره پیاوړی نه وای که په مظلومانو کښې یې لاسپوڅي نه درلودلای.
دا یوازې د ایران او پاکستان په اړه نور نه دي. دا د یوې ژورې لوبې برخه ده – هغه چې د تل ابیب، دهلي او لندن د بورډ خونو سره تړاو لري، نه د تربت دوړو کوڅو سره. د بلوچستان مبارزه تښتول شوې او په هغه څه بدله شوې چې هيڅکله نه وه. د بل چا په جګړه کښې يوه وسيله.
د حربيار مري تر مشرۍ لاندې د آزاد بلوچستان غورځنګ له کلونو راهيسې بې لارې شوی دی. له بې غږه خلکو غږ څخه تر بهرنيو ګټو پورې د اسرائيلو په ښکاره منلو سره په داسې وخت کښې چې مسلمانان په ټوله نړۍ کښې د غزې پر وژنې غمجن دي. دا مقاومت نه دی. دا خیانت دی. اوس روښانه ده: کله چې کرکه تاسې ړندې کړي، تاسې د بې ګناه خلکو رنځ هم نه شئ لیدلای. تاسې خپل ټول حس له لاسه ورکوئ چې ریښتینی دښمن څوک دی.
ټول بلوچ مشران په یو نظر نه دي او دا مهم دي. اختر مينګل د بهرنيو بمونو ستاینه نه ده کړې. بلوچ يکجهتي کمېټې (BYC) د اسرائيلو په ستاينه کښې هېڅ کومه اعلاميه نه ده خپره کړې. په حقیقت کښې د دوی چوپتيا خورا معنا لرونکې ده. دوی پوهیږي چې دا خطرناکه سیمه ده. دوی پوهیږي چې د بل کلي د پام راجلبولو لپاره یو کلی نشئ سوځولای. دوی ښايي له دولت سره اختلافات ولري. خو خپل انسانيت يې نه دی بايللی. دا اسانه ده چې يو اړخ ونيسئ کله چې تاسې په زرګونو ميله لرې په لندن کښې ياست. په بهرنيو دفترونو کښې لاسونه ورکوئ. او د جګړې له ريښتينې بيه څخه بې خبره ياست. ريښتيني بلوچان هغه څوک چې خپل ورک شوي زامن ښخوي. هغه څوک چې له مرميو څخه ځان ژغوري. هغه څوک چې لا هم هيلې لري. دوی دا غوښتنه نه ده کړې. دوی هغه ته اجازه نه ده ورکړې چې د دوی پر ځای خبرې وکړي.
راځئ چې روښانه ووایو: د هند، اسرائيلو او حربيار مري دا اتحاد نور يوه دسیسه نه ده. دا زمونږ په مخ کښې روانه ده. او هغه څوک چې ځورېږي، یوازې فلسطينيان نه دي – دا د بلوچ غورځنګ روح دی.
د هغه بیان د آزادۍ په اړه نه و. دا د پارونې په اړه و. هغه پوهیږي چې له کوم ډول اور سره لوبې کوي. دا یوازې د پاکستان ضد یا د ایران ضد پوسټرې نه دي – دا د مسلمانانو د ویشلو، فرقه یي کرکې د لمسولو او د سیمې د سوځولو لپاره د یوې پراخې مبارزې برخه ده. دا خلک یوازې د دولتونو دښمنان نه دي. بلکي دوی د يووالي، عدالت او خپله د اسلام دښمنان دي.
اوس د پوښتنې وخت دی: هغه په حقیقت کښې د چا لپاره خبرې کوي؟ د بلوچ لپاره؟ که د هغو خلکو لپاره چې هغه ته په لویدیځو پلازمینو کښې مایکروفونونه ورکوي؟
کېدای شي هغه د اسراییلي رسنیو لخوا ستاینه شوې وي، کیدای شي په فکرخانو کښې یې څو لاسونه ورکړي وي. خو په بلوچستان کښې – په پنجګور، ګوادر او کوېټه کښې، خلک څاري. او ډیری یې هغه څه نه خوښوي چې دوی یې ویني. کله چې یو څوک د مسلمانانو پر سر د بمونو غورځولو لاسونه پړقوي او دا پرمختګ بولي، دا زمونږ مشر نه دی. دا یو زیان دی. د بلوچستان مبارزه له دې څخه غوره مستحقه ده. دا صداقت، وضاحت او تر ټولو مهمه – کرامت مستحق ده. که حربيار مري غواړي یو ازادي غوښتونکی وي. هغه باید لومړی د مظلومانو تر څنګ ودریږي، نه دا چي د ظالمانو تر څنګ ودرېږ