به‌روزرسانی دربارهٔ3 hours ago

سپینه ماڼۍ د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ایران او اسرائیل ترمنځ د زیاتېدونکي هوايي شخړې په اړه دا غور کوي چې امریکا پکې ګډون وکړي که نه. خو تمه ده چې هغه به خپله پرېکړه په راتلونکو دوو اونیو کښې وکړي. دا خبرې په داسې حال کښې شوې دي چې پر ایران فشار ډېر شوی چې بېرته خبرو ته راوګرځي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیویټ خبریالانو ته د ولسمشر ټرمپ له خولې وویل:

ځکه چې ښايي ډېر ژر له ایران سره د خبرو امکان پیدا شي. نو زه به دا پرېکړه وکړم چې مداخله وکړم او که نه. دا پریکړه به په راتلونکو  راتلونکو دوو اونیو کې کیګی.

ولسمشر ټرمپ تر اوسه نړیوالو ته دا نه ده څرګنده کړې چې څه پرېکړه به وکړي. کله یې د خبرو غوښتنه کړې او کله یې ویلي چې امریکا باید د اسرائیل ملاتړ وکړي او پوځي مرسته ورکړي. د چهارشنبې په ورځ ټرمپ وویلچي هېڅوک نه پوهېږي چې هغه به څه وکړي. یوه ورځ مخکې یې پر ټولنیزو رسنیو داسې څرګندونې کړې وې چې ګنې باید د ایران مشر آیت الله خامنه‌يي ووژل شي او دا یې هم ویلي وو چې ایران باید پرته له کوم شرطه تسلیم شي.

دا څرګندونې د ټرمپ پلویانو کښې هم وېش راوړي. ځینې دودیز ریپبلېکن د جګړې ملاتړ کوي خو ځینې نور یې انزوا غواړي او د جګړې مخالف دي.

نقادانو بیا ویلي ټرمپ چې له پنځو میاشتو راهیسې بېرته ولسمشر شوی دي. له روسیې او یوکراین ترمنځ د جګړې څخه نیولې تر سوداګریزو خبرو پورې څو څو ځله نیټې ټاکلې. خو بیا یې هېڅ اقدام نه دی کړی.

د ډیموکرات ګوند سینیټر کریس مورفي پر X (پخوانی ټویټر) لیکلي:

زه فکر کوم له ایران سره جګړه ډېره بده پرېکړه ده. خو دا خبره چې په دوو اونیو کښې به پرېکړه وشي. هېڅوک پرې باور نه لري. ټرمپ دا خبره مخکې هم څو ځله کړې وه خو عمل یې نه دی پري کړی. دا امریکا کمزورې او ناپوهه ښيي.

په یوه رسمي خبري غونډه کښې ویاندې لیویټ بیا وویل چې ولسمشر ټرمپ له ایران سره د خبرو ملاتړ کوي. خو مهمه موخه یې دا ده چې ایران ته اجازه ورنکړي چې ایټمي وسلې جوړې کړي.

هغې زیاته کړه چې هره احتمالي موافقه باید پر ایران د یورانیمو بډایولو بندیز ولګوي او د ایټمي وسلو جوړولو توان ترې واخلي.

ویاندې وویل چي ولسمشر تل د خبرو خواخوږی دی. که چیرې چانس وي هغه به یې وکاروي. خو که اړتیا پېښه شي نو هغه د ځواک کارولو څخه هم ویره نه لري.

نور ولولئ