به‌روزرسانی دربارهٔ12 hours ago

د پوځ لوی درستیز فیلډ مارشل عاصم منیر د پنجشنبې په ورځ په امریکا کښې د ستراتیژیکو چارو له بنسټونو، فکري مرکزونو او نړیوالو رسنیو له استازو سره ولیدل.

د پوځ د عامه اړیکو (ISPR) د یوې اعلامیې له مخې فیلډ مارشل منیر د سیمې سولې ته د پاکستان پر ژمنې بیا ټینګار وکړ او ویې ویل چې باید شخړې د خبرو اترو له لارې حل شي. دا لیدنې یوه ورځ وروسته له هغې وشوې چې د پوځ مشر له امریکایي ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د غرمې ډوډۍ وخوړه.

د آئي اېس پې آر په اعلامیه کښې راغلي دي:

د امریکا له مشهورو فکري مرکزونو او د ستراتیژیکو چارو له بنسټونو له استازو سره د پوځ د مشر لیدنې د دې موقع ورکړه چې د سیمې او نړۍ پر مهمو مسلو د پاکستان اساسي دریځ په روښانه توګه بیان شي او د پاکستان د ستراتیژیک لید په اړه پوهه لا ژوره شي.

د پوځ مشرپه خپلو خبرو کښې  د سیمې سولې او ثبات ته د پاکستان پر کلکې ژمنې او د قانون پر بنسټ نړیوال نظم په جوړولو کښې د پاکستان پر ګټور رول ټینګار وکړ. فیلډ مارشل د معرکه الحق او عملیات بنیان مرصوص په اړه جزئیات او تحلیلونه وړاندې کړل او د ترهګرۍ په اړه یې د پاکستان نظر روښانه کړ. هغه یادونه وکړه چې ځینې سیمه ایز فعالین د هایبرډ جګړې د یوې وسیلې په توګه د ترهګرۍ په تمویل او دوام کښې بد نفوذ لري. د پوځ مشر ټینګار وکړ چې پاکستان د ترهګرۍ پر وړاندې په نړیواله جګړه کښې په لومړۍ کرښه کښې دی او د یوې خوندي نړۍ په لټه کښې یې بې شمیره قربانۍ ورکړي دي. ده قربانۍ په انساني توګه هم دي او په اقتصادي توګه هم شوي دي.

فیلډ مارشل عاصم منیر د پاکستان پر بې ساري نه کارول شوي ظرفیت رڼا واچوله. په ځانګړې توګه د معلوماتي ټکنالوژۍ، کرنې او په کانونو او منرالونو کښې د پاکستان د پراخو او نه کارول شویو زیرمو په برخه کښې کارول یادونه ئي هم وکړه. هغه نړیوالو شریکانو ته بلنه ورکړه چې په دې سیکټرونو کښې د ګډو فرصتونو سپړنه وکړي ترڅو ګډه سوکالي ترلاسه کړي.

د پوځ مشر د سیمه ایزو او نړیوالو شخړو په اړه د پاکستان پر متوازن چلند هم مفصل وضاحت ورکړ. د خبرو اترو، ډیپلوماسۍ، او نړیوالو قوانینو ته د غاړې ایښودلو پلوي یې وکړه. هغه بیا ټینګار وکړ چې پاکستان د سیمې د کړکیچونو په کمولو او د ګډ امنیت چوکاټونو په وده کښې مسؤل او فعال رول لوبولو ته دوام ورکوي.

په خبرو اترو کښې د پاکستان او امریکا د اوږد مهاله ملګرتیا ارزونه هم شامله وه. د پوځ مشر د دواړو هیوادونو ترمنځ پر تاریخي ورته والیونو، په ځانګړې توګه د ترهګرۍ ضد مبارزې، سیمه ایز امنیت، او اقتصادي پرمختګ په برخو کښي ټینګار وکړ. هغه د متقابل درناوي، ګډو ستراتیژیکو ګټو او اقتصادي تړاو پر بنسټ د یوې پراخې، څو اړخیزې اړیکې لپاره پر بې ساري ظرفیت ټینګار وکړ.

برخه والو د پوځ د مشر د نظرونو پر خلاصون او وضاحت یادونه وکړه او د پاکستان د ثابت او اصولي پالیسیو ستاینه یې وکړه. دا لیدنه د متقابل پوهاوي په روحیه ترسره شوه او په پراخه کچه د پاکستان او امریکا ترمنځ د ستراتیژیکو خبرو اترو د ښه کولو لپاره یو مثبت ګام وګڼل شو.

دا لیدنه د روښانه ډیپلوماسۍ، نړیوالې ښکیلتیا، او د اصولي او فعالو خبرو اترو له لارې د سوله ایزې همغږۍ د ترلاسه کولو په برخه کښې د پاکستان ژمنتیا ښیې.

نور ولولئ