د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په ایران، عراق، لبنان او سوریې کښې د امنیتي اندېښنو له امله یې خپلو وګړو ته د سفر خبرداری ورکړی دی.
دغه وزارت له هغو پاکستانیانو څخه غوښتي چې اوس مهال په دغو هېوادونو کښې اوسي چې ډېر احتیاط وکړي او خپل سفرونه یوازې ضروري کارونو ته محدود کړي. هم دارنګه یې سپارښتنه کړې چې بشپړ هوښیارتیا وساتي او په منظمه توګه له خپلو سفارتونو سره په اړیکه کښې پاتې شي.
د بهرنیو چارو وزارت د امنیتي اندېښنو نوعیت نه دی په ډاګه کړی. خو ویلي یې دي چې دا خبرداری به تر هغه وخته نافذ وي څو چې په دغو هېوادونو کښې امنیتي وضعیت ښه شي.
پاکستان لا دمخه په ایران کښې زرګونه وګړي او زیارت کوونکي ایستلي دي. ځکه چې پر ایران د اسراییلو بریدونه زیات شوي دي. د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ وویل چې دوی په دې اړه په پرله پسې توګه له ایراني چارواکو سره په اړیکه کښې دي.
