به‌روزرسانی دربارهٔ1 hours ago

د قطر په دوحه کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د اوربند او دایمي سولې تړون سعودي عرب هرکلی وکړو.
​د سعودي عرب د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې له لارې دغه فیصله د سیمې د ثبات لپاره یو مهم ګام بللی دی.
​سعودي عرب د قطر په پلازمېنه دوحه کې د ترسره شوو خبرو اترو پر مهال د اسلامي جمهوریت پاکستان او افغانستان تر منځ د اوربند پر هوکړې او د دایمي سولې او ثبات لپاره د میکانیزم پر جوړېدو خوښي څرګنده کړې او هرکلی یې کړی دی.
​د سعودي عرب د بهرنیو چارو وزارت د ۲۰۲۵م کال د اکتوبر پر ۱۹مه، اتوار (یکشنبې) په خپره کړې اعلامیه کې ویلي. چې ریاض د پاکستان او افغانستان تر منځ د دایمي سولې او ثبات د ټینګولو لپاره شوې دغه هوکړه یو پرمختګ ګڼي.

​اعلامیه وایي، سعودي عرب په سیمه ییزه او نړیواله کچه د سولې او ثبات د پرمختګ لپاره له ټولو هڅو څخه پوره ملاتړ کوي. چې مقصد یې د دواړو وروڼو ملتونو، پاکستان او افغانستان لپاره ثبات او سوکالي یقیني کول دي.

​د بهرنیو چارو وزارت هیله څرګنده کړې چې دا مثبت ګام به د دواړو هېوادونو ترمنځ د سرحدي کړکیچونو د پای ته رسېدو لامل شي. سعودي عرب په دې برخه کې د قطر او ترکیې هڅې او رغنده ډیپلوماټیک رول هم ستایلی او قدرداني یې کړې ده.

​دا اوربند او تړون په داسې حال کې وشو چې د اکتوبر پر ۱۱مه د دواړو ګاونډیو هېوادونو تر منځ سختې سرحدي نښتې پیل شوې وې. د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې (آی ایس پي آر) په وینا، په دغو نښتو کې ۲۳ پاکستانی پوځیان وژل شوي او تر ۲۰۰ ډېر طالبان او اړوند وسله وال وژل شوي وو.

​افغانستان ادعا کړې وه چې دا برید یې “ځوابي اقدام” و او پر پاکستان یې د هوایي بریدونو تور پورې کړی و. پاکستان دا تور نه تایید کړی او نه یې رد کړی.

​د یادونې وړ ده. چې دا اوربند په داسې وخت کې اعلان شو کله چې پاکستان د اکتوبر پر ۱۷مه هم په افغانستان کې د ترهګرو مرکزونه په نښه کړي وو.

​د پاکستان لپاره یوه لویه اندېښنه دا ده چې د ۲۰۲۱م کال د طالبانو له واکمنېدو وروسته هم د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ډلې د افغان خاورې کارول نه دي بند شوي او پر دې اساس په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د ترهګریزو فعالیتونو زیاتوالی راغلی دی. کابل بیا په وار وار دا ډول تورونه ردوي.

نور ولولئ