د بلوچستان د نوشکي ضلعې سب ډویژنل پولیس افسر (SDPO) یوسف ریکی د سوراب سیمې اوسیدونکی دی. یوسف ریکی په مبینه توګه د ګرګینه له سیمې لادرکه شوی دی.
د امنیتي ځواکونو د سرچینو په وینا، SDPO یوسف ریکی تیره شپه په خپل شخصي موټر کې د کوتھل له لارې سوراب کې خپل کور ته روان و. کله چې نوموړی ګرګینه ته ورسیدو نو نامعلومو وسله والو کسانو په وسلې د ویرولو وروسته هغه وتښتو.
سرچینو ویلي، چې یوسف ریکی وروستۍ خبرې د شپې ناوخته له خپلې میرمنې سره په ټیلیفون کړې. چې په دې کې یې د خپل تښتول کیدو په اړه ورته ویلي وو. د دې خبرو اترو سمدستي وروسته یې موبایل ټیلیفون بند شو.
د نوشکي ایس ایس پی (SSP) الله بخش بلوچ هم د دغه پیښې پخلی کړی دی. پولیسو او امنیتي ادارو د تښتول شوي افسر د موندلو او د مجرمینو د نیولو لپاره په سیمه کې پراخه پلټونکي عملیات پیل کړي دي.
د یادونې وړ ده چې، ناقانونه ډله (کالعدم) بي ایل اے (بلوچ لبریشن آرمي) په تیر وخت کې هم د مرستیال کمشنرانو او نورو دولتي چارواکو په تښتونه کې ښکېل پاتې شوې ده. له همدې امله په دې پیښه کې هم د دغې ډلې د لاس لرلو امکانات له پامه نه شي غورځول کیدای.