به‌روزرسانی دربارهٔ3 hours ago

په باجوړ کې د ترهګرو ضد پوځي عملياتو او د افغانستان سره د صلحې روستو په باجوړ کې معمولاتې زندګې بيا بحاليږي۔ ځايې خلک وايي د ترهګرو ضد عملياتو روستو اوس د دوي سيمي د وسله سخه پاکې شوي دي او دغسې د اکتوبر په ۲۰مه نېټه د افغانستان سره د صلحې د تړون روستو عام روزه ژوند پېل شوې دې۔ ځايې خلک وايي دواړو پيښو د دوي ژوند اغېزمن کړې وو خو اوس دوي د امن او سوکالۍ په لور روان دي۔ د پاکستان او افغانستان په بارډر نزدې يو هفته ځايې په ځايي انښتې روانې وې او ترهګر وخت په وخت په باجوړ کې د بدامنۍ پېښې کوي او په روستيو کې د دوي ضد عمليات هم شوي دي۔

د جولای ۲۰۲۵ کال په مياشت کې، د ټي ټي پي بريدونو د زياتېدو په ترڅ کې، پاکستان پوځ د جولای په اخره کې په باجوړ کې د لوي ماموند تحصیل په سيمه کې عمليات پيل کړل. د استخباراتو پر بنسټ يې چاپې ووهلې، چې هليکوپټرونو، توپخانې او ډرونونو يې ملاتړ کاوه، د افغانستان پولې ته څېرمه د ټي ټي پي او داعش خراسان ډلې پټنځايونه يې په نښه کړل. ترهګرو سره د جرګې له لارې خبرې ناکامه شوې، د بدامنۍ او پوځي عملياتو له امله تر سپتمبر پورې په باجوړ کې ګڼ شمېر وسله وال وژل شوي وو او کلي د وسله والو نه پاک کړل شوي وو. د پوځ په بريدونو کې مهم کمانډران وژل شوي او علاقه پاکه ګرځول شوې ده۔
د اپرېشن د ختمولو سره د پوځ تود هرکلی شوی او د خلكو ژوند بيا پيل شوی دی
سجاد کاروان په باجوړ کې سوشل ورکر دی، نوموړي وويل باجوړ کې په تېرو درېيو مياشتو کې د بدامنۍ لړۍ تېره شوه خو اوس امن پر ځای شوی دی۔ خلك خپلو کورونو ته ورګډ شوي دي او د پاکستان پوځ يې دروند هرکلی کړی دی “تاسو په سوشل ميډيا کتلي به وي چې کله خلك ورګډ شول د پاکستان پوځيانو ته يې هارونه واچول، د هغوی تود هرکلی يې وکړ، په خپلو علاقو کې يې تود هرکلی وکړ” نوموړي وويل خلك د امن پر ځای کېدو خوشاله دي چې کوم بازارونه بند وو هغه بيا پرانستل شوي دي خو اوس هم ځينې علاقې داسې دي چې هلته خلك د څه نه څه وېرې ښکار دي۔ نوموړي وويل اوس هم د چارمنګ او نورو سيمو په ځينو ځايونو کې ترهګر ليدل کېږي چې عام ولس يې اندېښمن کړی دی چې ګني بيا د امنيې کومه بله لړۍ پيل نه شي۔
په باجوړ کې روزګارونه بيا بحال شوي دي
د باجوړ چيمبر اف کامرس صدر وويل په باجوړ کې بدامني تېره شوه د خلكو روزګارونه متاثره شوي وو دلته چې کوم روزګارونه وو هغه نزدې ټول په ټپه ودرېدلي وو۔ نوموړي وويل اوس امن پر ځای شوی دی خلكو کې د خوشالۍ يوه نوې لړۍ راغلې ده، بازارونو کې رش زيات شوی دی او خلكو روزګارونه روان شوي دي۔ نوموړي وويل” زمونږ کاروبار ۱۰ فيصده ته رسېدلی وو اوس هغه د ۵۰ نه ۶۰ فيصده ته رسېدلی دی” نوموړي وويل خلك د بدامنۍ له امله پېښور، پېنډۍ، لاهور او نورو ښارونو ته تلي وو اوس واپس خپلو علاقو ته راګرځي او د خوشالۍ سره خپل کورونه، بازارونه او پټي ابادوي۔
زميندارانو خپل فصلونه کرل شروع کړي دي د باجوړ سره تړاو لرونکی يو زميندار رحمان علي وويل د ماموندو هغه کلي چې خلكو ترې ګډه کړې وه، اوس ورګډ شوي دي په خپلو فصلونو سمبالولو يې شروع کړې ده، هغوی د جوارو فصل سمبالوي او غنمو، دهنيا او نورو سبزيانو ته زمکه تياروي۔ نوموړي وويل دغه علاقې اوس مکمل پرامنه دي او خلكو پکې خپل ژوند ژواک پيل کړی دی “د خلكو په خپلو زمکو کې د کارونو او د فصلونو تياريو نه ښکاري چې ژوند بيا شروع شوی دی دلته خلك امن غواړي او امن ژوند او سوکالي ده”
ځوانانو د لوبو مېدانونه اباد کړي دي
د ځوانانو چارو باندې نظر لرونکی ټولنيز فعال رحمان ولي احساس وايي د تېرو څو اوونيو نه خلك په کېمپونو کې وو، د بې کورۍ ژوند يې تېروو او د مشکل سره مخ وو خو اوس امن پر ځای شوی او لويه نښه يې د ځوانانو د لوبو مېدانونو ته راوتل دي۔ نوموړي وويل چې په کلو کې کوم د لوبو ګراونډونه دي هغې کې ځوانان کرکټ او نورې لوبې کوي “دلته خلك د کرکټ زيات شوق لري او په کليو علاقو کې ليدل کېږي چې خلك لوبو طرف ډېر رامات شوي دي خو د باجوړ ښار د لوبو مېدان کې کډوال پاتې کېدل، دلته په لسګونو ځوانانو لوبې کولې، حکومت ته پکار دي چې دغه ګراونډ د ځوانانو لپاره زر تر زره بيا د لوبو لپاره فعال کړي”

نور ولولئ