د یوې وژونکې چاودنې له امله د یوې ورځې ځنډ وروسته د چمن پولی له لارې د افغان کډوالو د ستنېدو بهیر د جمعې په ورځ بیا پیل شو.
د چارواکو په وینا دغه بهیر د زیارت (پنجشنبې) په ورځ وروسته له هغه ودرول شو چې د پولې سره نږدې د ټیکسي ګاډو د تمکیدو په ځای کې یوه زوروره چاودنه وشوه. چیرته چې ګڼه ګوڼه وه. په دې غمجنې پېښه کې ۶ کسان مړه شول.
د چاودنې په وخت کې ډېر شمېر افغان کورنۍ خپل هېواد ته د ستنېدو لپاره د پاکستان او افغانستان پولې ته رسېدلې وې. د خونديتوب لپاره چارواکو سمدستي د ستنېدو بهیر ودرولو او کورنۍ یې له سیمې څخه وایستلې.
د جمعې په ورځ وروسته له هغه چې امنیتي ځواکونو سیمه پاکه کړه. نو تګ راتګ په هغي نه پس بیا پیل شو.
چارواکو تایید کړه چې ټوله سیمه په مکمله توګه وکتل شوه او بیا افغان کډوالو ته د پولې کراسینګ ته د راتلو اجازه ورکړل شوه.
د چمن مرستیال کمیشنر امتیاز بلوچ تایید کړه چې چاودنه د ټکسي ګاډو د تمکیدو په ځای کې د موقتي دوکانونو سره نږدې شوې ده. د پولیسو لومړنیو تحقیقاتو ښودلې چې چاودیدونکي مواد د دوکانونو نه بهر نصب شوي و.
د بلوچستان د کورنیو چارو وزارت په دې پېښه کې د مرګ ژوبلې تایید کړې، او د پېښې د تحقیقاتو امر یې ورکړی دی. چې مجرمین به قانون ته وسپارل شي.
د یادولو وړ ده چې پاکستان د امنیتي اندیښنو او د سختو پولو ساتلو ته د اړتیا له امله تېر کال د غیرقانوني افغان وګړو د ستنېدو کیمپین پیل کړه. د رسمي معلوماتو له مخې په دې کیمپین کې په زرګونو خلک د چمن او تورخم له لارې بېرته خپل هېواد ته لېږل شوي دي. خو د بشري حقونو سازمانونو په دې پالیسۍ انتقاد کړی او خبرداری یې ورکړی چې بیرته تلونکي خلک به په افغانستان کې له غیر ډاډه راتلونکي او اقتصادي ستونزو سره مخ شي.