به‌روزرسانی دربارهٔ4 hours ago

په خیبر پښتونخوا باجوړ کښې د ترهګرۍ ضد روان اپریشن په اړه د عمرې میډیا چې د ټي ټي پي سره تړلې یو ټیلیګرام چینل دي.  په خپل وروستي پوسټ کښې څو دعوې (څرګندونې) کړي دي. دغو هرې دعوې ته په غور کتل او په تفصیل سره ځواب ویل مهم دي.

​ادعا۱: سربکف اپریشن په پایله کښې په زرګونو خلک بې ځایه شول او ځايي خلک یې اړ کړل چې د ټي ټي پي ضد کمیټې جوړې کړي

ټي ټي پې ادعا کوي چې په دې اپریشن کښې په زرګونو خلک په زور بې ځایه کړي شوي دي او هغه خلک یې په سیمه ایزو کمیټو کښې شامل کړي دي چې د وتلو امر نه مني. خو بیا هم زیات شمېر خلک کیمپونو ته منتقل شوي دي. خو د TTP دا ادعا په دوو دلایلو غلطه ده.

​لومړی دا مهمه ده چې پوه شو چې دا انخلا یوازې د ماموند په محدوده سیمه کښې شوې ده، نه په ټوله ضلع کښې شوې ده. د ضلعي په پاتې برخو کښې بازارونه او ژوند په عادي ډول روان دی.

​دویم دا خبره چې د وتلو څخه انکار کوونکي خلک په زور په دولتي کمیټو کښې شامل شوي، په مکمله توګه ناسمه ده. په باجوړ کښې کمیټې د انخلا په خاطر نه دي جوړې شوي، بلکې په سیمه کې د ترهګرۍ د شتون له امله له ډېر پخوا راهیسې موجودې دي.

​ځايي سرچینې تاییدوي چې دولتي ملاتړ لرونکې کمیټې چې یو وخت رښتیا وې، له ۲۰۱۶ کال راهیسې له منځه تللې دي.

​د دي نه علاوه په یوه داسې سیمه کښې چې ترهګري پکې وي. څوک په زور په کمیټې کښې شاملول بې ځایه خبره ده. TTP خپله د سیمه ییزې جرګې سره د اوربند خبرې کړې دي. که چېرې سیمه ییز خلک په زور وي، نو بیا یې ولې مذاکرات کول؟

​ادعا ۲: د عام اولس انسانانو نه د ډال په توګه کار اخيستل شوی

دا یوه جدي ادعا ده چې قوي شواهدو ته ضرورت لري. کوم چې البته د طالبانو په بیان کښې نه دي ورکړل شوي. د تحریک طالبان پاکستان TTP بیان داسې ښکاري چې په ساده ډول د امنیتي ځواکونو او جرګې غړو لخوا راپورته شویو اندیښنو ځواب دی. چا چې په ګوته کړې چې وسله وال د اپریشن له شروع راهیسې په ملکي سیمو کښې پټ دي. په حقیقت کښې د جرګې یوه کلیدي غوښتنه چې له TTP سره یې خبرې کولې دا وه چې ترهګر باید په ګڼ میشته سیمو کښې په پاتې کیدو سره ملکي وګړي له خطر سره مخامخ نه کړي.

درییمه ادعا: تحریک طالبان پاکستان (TTP) په ولسي سیمو کښې له جګړې ډډه کوي، خو دولتي ځواکونه جنګي جرمونه کوي.

که چيري ځايي مشرانو د ملکي نقصاناتو د مخنيوي هڅه کولاي نو له وسله والو سره به يې خبرې نه کولې. تحريک طالبان پاکستان نه يوازې په فعال ډول خبرې اترې کولې، بلکې په منظمه توګه يې له خپلو لوړو مشرانو سره د مشورې لپاره د اوربند غځولو غوښتنه کوله.

​د باجوړ له اپریشن وروسته ځايي جرګې له تحريک طالبان پاکستان سره اوه ځله خبرې اترې وکړې. د دوی يوه مهمه غوښتنه دا وه چې تحريک طالبان پاکستان دې د ملکي خلکو په سيمو کښې له پټېدو پر ځای په خلاص ميدان کښې جګړه وکړي. خو په پايله کښې خبرې اترې ناکامې شوې، چې دا په ډاګه کوي چې دا غوښتنه تحريک طالبان پاکستان ته د منلو وړ نه وه.

ادعا ۴: تحریک طالبان پاکستان (TTP) ځایي محافظین دي، په داسې حال کښې چې د پاکستان پوځ بهرني مزدور دي.

دا یوه څرګنده هڅه ده چې جګړه په پاروونکو او ملتپالو ټکو کښې وړاندې کړي. په پراخه کچه راپور ورکړل شوی چې د جرګې مذاکره کوونکو په ځانګړې توګه غوښتنه وکړه چې جنګیالي باید هغه ځای ته لاړ شي چې له کومه راغلي دي. پاکستان تل ویلي چې د TTP جنګیالیو په افغانستان کښې پټنځایونه موندلي او په منظمه توګه هڅه کوي چې د بریدونو لپاره د پاکستان خاورې ته ننوځي. ډېری TTP تشکیلونه (جنګي واحدونه) په سرحدي سیمو کښې له منځه وړل شوي، لکه په بلوچستان کښې د ژوب ضلع یو واحد ځای دي. په پاکستان کښې د دې جنګي واحدونو سره یو شمېر افغان خلک هم وژل شوي، لکه د فرورۍ میاشتې یوه پېښه کښې چې د ډیره اسماعیل خان په ښار کښې د یو افغان مرستیال والي زوی په یو اپریشن کښې ووژل شو. له همدې امله ځایي محافظین باید هغه لقب وي چې د قبایلي مشرانو لپاره ځانګړی شي چې د سولې د ترلاسه کولو هڅه کوي.

​د بهرنیو مزدورانو د ادعا په اړه، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا یو راپور تایید کړې چې افغان طالبانو د TTP مشر ته د میاشتې ۳ میلیونه افغانۍ (شاوخوا ۴۳،۰۰۰ امریکايي ډالر) ورکولې. د پاکستان نه بهر د پیسو او شتون سره، په رښتیا څوک بهرنی مزدور دی.

​پنځمه دعوه: په ملکي خلکو چې مرګ ژوبله راځي، دا د ټي ټي پي کار دی، دا خبره دولتي پروپیګنډه ده

​دا خبره د اپریشن لپاره د خلکو د خوندي کولو په اړه د ټي ټي پي د پورته ادعاوو سره په ټکر کښې ده. که عملیات د انساني ژوند په پام کښې نیولو پرته ترسره شي، نو د ایستلو اړتیا به نه وي.

​د خپل حساب له مخې ټي ټي پي یوازې د ۲۰۲۵ کال د جولای په میاشت کښې ۳۶۰ بریدونه کړي دي. په دغو بریدونو کښې د بې پایلټه الوتکو بریدونه هم شامل دي. چې څو یې ملکي وګړي په نښه کړي. په باجوړ کښې ترهګرو بریدونو د یوه مرستیال کمیشنر او سیاسي مشر مولانا خانزیب ژوند اخیستی دی. کله چې ټي ټي پي پخپله دا تورونه خپروي، نو پر دوی د ملامتیا اچولو لپاره هېڅ ډول پروپیګنډه ته ضرورت نشته.

نور ولولئ