به‌روزرسانی دربارهٔ1 hours ago

​د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د پاکستان، چین او افغانستان ترمنځ د درې اړخیزو خبرو اترو په دریم پړاو کښې د ګډون لپاره کابل ته ورسېدو.

​کابل ته په رسېدو په هوایي ډګر کښې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال محمد نعیم او په افغانستان کښې د پاکستان سفیر عبیدالرحمن نظاماني اسحاق ډار ته هرکلی ووایه.

​د یادو درې اړخیزو خبرو اترو تمرکز د درې واړو هېوادونو ترمنځ په تجارت، سیمه اییز اتصال او ترهګرۍ سره پر مبارزه دی.

​په کابل کښې د خپل پاتې کېدو په ترڅ کښې به د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار له خپل افغان سیال مولوي امیر خان متقي سره د دوه اړخیزو اړیکو په اړه هم لیدنه وکړي.

نور ولولئ