په کوزې اورکزۍ کښې د ستر سام په سیمه کښې تېره شپه خلکو درې مشکوک وسله وال ونیول او پولیسو ته یې وسپارل. د دوی خلاف یې سمدستي مقدمه یا ایف آی آر درج کړو.
ځایي خلکو په سیمه کښې د وسله والو کسانو ګرځېدو پر ضد په مرکزي سړک احتجاج وکړو او له امنیتي ادارو یې غوښتنه وکړه چې په سیمه کښې د وسله والو ګرځېدو خلاف دې کلک ګامونه پورته کړي. له دې وروسته د سیمې مشرانو له ضلعي ادارې او پولیسو سره بریالۍ خبرې اترې وکړې. چې له امله یې پر نیول شویو دریو کسانو مقدمه درج شوه او احتجاج پای ته ورسېدو.
د اورکزۍ ضلعې د پولیسو د لوړ پوړو چارواکو په وینا د شپې له خوا درې کسان د ستر سام سیمې څخه د مشتي په لور روان وو او د دوی سره وسلې هم وې. خلکو پولیسو ته خبر ورکړو او پولیس په هغه وخت ځای ته ور ورسېدل او وسله وال کسان یې ونیول. درې واړه کسان د مشتي اوسېدونکي دي. د دوی خلاف هم مقدمه درج شوې ده. پولیس وايي چې له نیول شویو کسانو څخه به د قانون سره سمې پوښتنې ګروېږنې وشي او ټولې چارې به د قانوني غوښتنو سره سمې ترسره شي.
ځایي خلک وايي چې هغوی په خپله سیمه کښې وسله والو ته په هیڅ صورت کښې ځای نه ورکوي. ځایي مشرانو په سیمه کښې د دايمي سولې او امنیت د ټینګښت لپاره د کلايې په هیډکواټر کښې یوه لویه جرګه رابللې ده. په دې جرګه کښې به ولسي استازي، د قبیلې مشران او د ضلعي ادارې لوړ پوړي چارواکي ګډون وکړي. چېرې چې د سولې د ټینګښت او راتلونکي کاري پلان په اړه به مهمې پرېکړې وشي.