د اګست د ۱۹مې نیټې په ماښام د نهي (سه شنبې) په ورځ په پاکستان کښې د انټرنیټ یوه لویه ستونزه رامنځته شوه. د انټرنیټ نړیوال څارونکي (NetBlocks) په وینا د هېواد د انټرنیټ نښلونې کچه یوازې ۲۰٪ ته راټیټه شوه.
دا ستونزه د شپې ناوخته پیل شوه او په ډېرو سیمو یې اغېزه وکړه. د دې له امله کاروبارونه، بانکي معاملې او عمومي اړیکې له خنډ سره مخ شوې. خلکو په ټولنیزو رسنیو کښې خپله غصه او اندېښنه څرګنده کړه.
نیټ بلاکس وویل چې د انټرنیټ دا لویه ستونزه په عمده توګه د PTCL په نیټ ورک کښې وه. PTCL هم پر X (پخوا Twitter) خپلې ستونزې ومنلې او ویې ویل چې د دوی په PTCL او Ufone خدماتو کښې د معلوماتو نښلولو ستونزې دي او دوی هڅه کوي چې ژر تر ژره یې حل کړي.
د دې پراخې ستونزې له امله په ټول هېواد کښې د خلکو ورځني فعالیتونه سخت اغېزمن شول او ډېر تکلیف یې جوړ کړو.