د سندھ په مرکزی ځای کراچۍ کښی د سختو بارانونو له امله سخت سیلاب راغلی دی. له دې امله لږ تر لږه ۱۰ کسان مړه او زرګونه نور بې کوره شوي دي. د سندھ حکومت د اګست په ۲۰مه په ټول ښار کښې د عامه رخصتۍ اعلان کړی دی ځکه چې د سختو بارانونو وړاندوینه شوې ده.
د نهې (سه شنبې) په سهار د سختو بارانونو له امله د ښار ډیری سیمې لکه ګلشن حدید، کورنګي کراسینګ، لیاقت آباد، بلدیه ټاون، رفاع عام او شاه فیصل کالونۍ تر اوبو لاندې راغلې. په ځینو سیمو لکه ملیر او شمالي کراچۍ کښې د اوبو سطحه تر څلورو فوټو پورې پورته شوې ده چې خلک یې دې ته مجبور کړي دي چې خپل موټر پریږدي او په سیلاب ځپلو لارو تګ وکړي.
د شاهراه فیصل یونیورسټي سړک او آی آی چندریګر سړک په ګډون لوی سړکونه د اوبو له امله بند شوي وو. ډیر موټرونه خراب شوي چې د اوږد ټریفیک جام لامل شوي. د بارانونو له امله د سړک پر سر د اوبو لوی ډنډ هم جوړ شوی دی. د ګرو مندر سره نږدې درې کسان په یوې سیلابي نالې کښې ډوب شوي او نور کسان د دیوالونو او برېښنایی شاکونو له امله مړه شوي دي. د مړیو شمیر ۱۰ دی او د ډیرو نورو مړینو امکان شتون لري.
سختو بارانونو په جناح انټرنیشنل اییرپورټ کښې د الوتنو عملیات هم سخت اغیزمن کړي دي . چې په پایله کښې یې اته الوتنې لغوه او ۲۰ نورې ځنډیدلي. ډیری کورنۍ الوتنې نورو ښارونو ته لیږدول شوي. په ډیرو سیمو کښې د بریښنا پرې کیدو، د انټرنیټ او ګرځنده خدماتو کښې هم خلل رامنځته شوی. په ګلشن حدید کښې ترټولو ډیر باران (۱۷۰ ملي میټره) ریکارډ شوی دی.
د سندھ وزیر اعلی مراد علي شاه او د کراچۍ ښاروال مرتضی وهاب په ګډون چارواکو د باران اضطراري پلان پلي کړی چې د سړکونو او ټیټو سیمو څخه د اوبو پاکولو لپاره کار کوي. خو د ښار د اوبو ایستلو سیستم، چې له ۲۳۵ ملي مټرو څخه زیاتو بارانونو (د خپل ۴۰ ملي مټرو له ظرفیت څخه ډیر) له امله ډوب شوی و. د مقابله کولو لپاره یې مبارزه کوله. ښاروال وهاب د سیسټم نیمګړتیاوې منلې او د ښه والي ژمنه یې کړې ده.
د هوا پیژندنې څانګې په راتلونکو ورځو کښې د نورو سختو بارانونو خبرداری ورکړی چې د نورو سیلابونو ویره یې زیاته کړې ده.
ګورنر کامران ټیسوري په ګورنر هاوس کښې د باران اضطراري حجره جوړه کړې ده. چې د مرستې لپاره یې یوه مرستندویه شمیره (۱۳۶۶) برابره کړې ده. سره له دې چې د ښار په ریډ زون کښې د باران له پیل کیدو ۱۴ ساعته وروسته هم ډیر سیلابونه موجود وو.
په کراچۍ کښې پراخه سیلابونه او ویجاړتیا د یو لوی ملي بحران برخه ده. په ټول پاکستان کښې د مونسون بارانونو په پایله کښې لږ تر لږه ۶۶۰ کسان مړه او زیات نقصان یی کړی دي. تر ټولو ډیر مړینې (۳۹۲) په خیبر پښتونخوا کښې ثبت شوي دي.