به‌روزرسانی دربارهٔ1 hours ago

پخواني د بهرنیو چارو وزیر بلاول بټو زرداري په مشرۍ یو نهه کسیز پلاوی به په نیویارک کښې له بهرنیو ډیپلوماټانو سره کتنې پیل کړي. دا پلاوی به لږ تر لږه له ۱۴ سفیرانو سره وویني. په داسې حال کښې چې د طارق فاتمي په مشرۍ بل پلاوی به په روسیه کښې کتنې وکړي.

د نهه کسیز پلاوي مشري د پاکستان پيپلز پارټۍ مشر او پخواني بهرنیو چارو وزیر بلاول بټو زرداري کوي. د پلاوي نور غړي عبارت دي له: د اقلیمي بدلون او چاپیریال ساتنې وزیر ډاکټر مصدق مسعود ملک، د اقلیمي بدلون او چاپیریال ساتنې په اړه د مشرانو جرګې د دایمي کمیټې مشره او د اطلاعاتو او اقلیمي بدلون پخوانۍ وزیره سېنېټر شېري رحمان، د بهرنیو چارو په اړه د ملي اسمبلۍ د دایمي کمیټې مشره او پخوانۍ بهرنیو چارو وزیره حنا رباني کھر، د سوداګرۍ دفاع او بهرنیو چارو پخوانی وزیر انجینر خرم دستګیر خان، د سمندري چارو پخوانی وزیر سېنېټر سید فیصل علي سبزواري او سېنېټر بشرا انجم بټ به ګډون کوي. په پلاوي کښې دوه پخواني بهرنیو چارو سیکرټریان هم شامل دي. سفیر (ریټایرډ) جلیل عباس جیلاني چې د سرپرست بهرنیو چارو وزیر په توګه یې هم دنده ترسره کړې او سفیره (ریټایرډ) تهمینه جنجوعه .

بل پلاوی چې مشري یې د وزیراعظم ځانګړي معاون سید طارق فاتمي کوي. د ۲۰۲۵ کال د جون له ۲ څخه ماسکو ته ځي.

د دغو پلاوو سفرونه د هند د وروستي یرغل په اړه د پاکستان د دریځ څرګندولو لپاره دي. پلاوي به د هند د بې پروا او جنګي اقداماتو په مقابل کښی چې د نړیوال قانون څخه سرغړونه ده. د پاکستان مسؤلانه او کنټرول شوې کړنه او د مسؤلیت سره د سولې غوښتنه په ګوته کړي. دوی به دا هم په ګوته کړي چې خبرې اترې او ډیپلوماسي باید د جګړې او مخامختیا پر ځای لومړیتوب ولري.

پلاوي به پر نړیوالې ټولنې ټینګار وکړي چې په جنوبي ایشیا کښې د دایمي سولې په وده کښې خپله ونډه ترسره کړي. د سیندونو د اوبو تړون (Indus Waters Treaty) د نورمال فعالیت سمدستي بیا پیلولو اړتیا به هم د پلاوو د لاسرسي یوه مهمه موضوع وي.

پلاوي به له نړیوالو ادارو، عامه دفتر لرونکو، لوړ پوړو چارواکو، پارلیماني غړو، فکري مرکزونو، رسنیو او ډیاسپورا مشرتابه سره په لړیو ناستو کښې برخه واخلي.

نور ولولئ