به‌روزرسانی دربارهٔ5 hours ago

پاکستان یو ځل بیا د هند د مشرانو جنګي ویناګانې رد کړې دي او ویې ویل چې د هند مشران د سولې پر ځای دښمنۍ ته لومړیتوب ورکوي. پاکستان د هند تیري کوونکي چلند ته هم پام اړولی دی.

د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کښې وویل چي د هند د مشرانو وروستۍ ویناګانې په شمول هغه چې په بهار کښې شوې وي. د یو ډېر اندېښمنوونکې ذهنيت ښيي چې هند د سولې پر ځای دښمنۍ ته لومړیتوب ورکوي. هره هڅه چې پاکستان د سیمې د بې ثباتۍ سرچینه وښيي. له حقیقت څخه لرې ده. نړیواله ټولنه د هند د تیري کوونکي چلند ریکارډ په ښه توګه پوهیږي. په شمول په پاکستان کښې د ترهګریزو فعالیتونو مستند ملاتړ هم ده دی برخه ده. دا حقایق د بې بنسټه کیسو یا د پام اړولو له لارې نشي پټولای.

د جمو او کشمیر لانجه په سیمه کښې د سولې او ثبات د ګواښ اصلي مسله پاتې ده. پاکستان به د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پریکړه لیکونو او د کشمیریانو د هیلو سره سم د کشمیر لانجې د عادلانه او دایمي حل لپاره په ټینګه ودرېږي. د دې بنسټیزې مسلې څخه څنګ ته کېدل د سیمې د دوامدار بې باورۍ او احتمالي شخړې په معنی ده.

د وروستیو اونیو پرمختګونو یو ځل بیا د جنګي وینا او زور زیاتي بې ګټې والی په ډاګه کړ. هند نشي کولی او نه به هم د ګواښونو، غلطو څرګندونو، یا زور له لارې خپل اهداف ترلاسه کړي.

پاکستان سولې او رغنده ښکیلتیا ته ژمن دی. خو په هم دې اندازه ژمن دی چې د هر ډول تیري په وړاندې خپل حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا دفاع وکړي.

په جنوبي ایشیا کښې تلپاتې سوله پختوالي، زغم، او د شخړې اصلي لاملونو ته د رسیدو لیوالتیا ته اړتیا لري – نه دا چي سیمه ایزې همغږۍ په قیمت د تنګو سیاسي ګټ تعقیب کوي.

Author

نور ولولئ