| به‌روزرسانی دربارهٔ |10:57

د پاکستان د سولې او شخړو مطالعاتو مرکز (PICSS) نوي راپور له مخې د می په میاشت کښې په پاکستان کښې د وسله والو بریدونو شمېر زیات شوی دی. په دې میاشت کښې ۸۵ بریدونه شوي دي چې دا د اپریل په پرتله ۵٪ زیاتوالی ښیي (په اپریل کښې ۸۱ بریدونه شوي وو). د دې بریدونو په پایله کښې ۱۷۲ کسان وژل شوي وو او ۱۹۴ نور ټپیان شوي دي.
د می په میاشت کښې د وسله والو په بریدونو کښې ۱۱۳ کسان وژل شوي وو چې په دې کښې ۵۲ امنیتي سرتیري، ۴۶ ملکي وګړي، ۱۱ وسله وال او ۴ د سولې کمېټې غړي شامل دي. هم دارنګه ۱۸۲ کسان ټپیان شوي دي چې ۱۳۰ یې ملکي وګړي، ۴۷ امنیتي سرتیري، ۴ وسله وال او ۱ د سولې کمېټې غړی دی. د ملکي وګړو د ټپي کیدو شمېر په ډراماټیک ډول زیات شوی دي. چې د اپریل په پرتله ۱۴۵٪ لوړوالی ښیي (له ۵۳ څخه ۱۳۰ ته). که څه هم د امنیتي سرتیرو ټپي کیدل ۲۰٪ کم شوي دي (له ۵۹ څخه ۴۷ ته). خو د امنیتي سرتیرو مرګ ژوبله ۷۳٪ زیاته شوې ده.
د می په میاشت کښې امنیتي ځواکونو هم عملیات کړي دي. چې په پایله کښې یې ۵۹ وسله وال او ۵ امنیتي سرتیري وژل شوي دي. همدارنګه ۷ امنیتي سرتیري او ۵ وسله وال ټپیان شوي دي. امنیتي ځواکونو ۵۲ مشکوک وسله وال هم نیولي دي.
د می په میاشت کښې د وسله والو بریدونو او امنیتي ځواکونو د عملیاتو په پایله کښې ټول ۱۷۲ کسان وژل شوي وو (۵۷ امنیتي سرتیري، ۶۵ وسله وال، ۴۶ ملکي وګړي او ۴ د سولې کمېټې غړي) او ۱۹۴ کسان (۱۳۰ ملکي وګړي، ۵۴ امنیتي سرتیري، ۹ وسله وال او ۱ د سولې کمېټې غړی) ټپیان شوي وو. راپور زیاتوي چې وسله والو په دې میاشت کښې ۱۹ کسان تښتولي هم دي.
بلوچستان او خیبر پښتونخوا د تاوتریخوالي تر ټولو زیاتې اغیزمنې سیمې وې چې له ۸۵ بریدونو څخه ۸۲ یې په همدې صوبو کښې شوي دي.
په دې صوبه کښې ۳۵ بریدونه شويدي چې په پایله کښې یې ۵۱ کسان وژل شوي (۳۰ ملکي وګړي، ۱۸ امنیتي سرتیري او ۳ وسله وال) او ۱۰۰ کسان ټپیان شوي (۹۴ ملکي وګړي، ۵ امنیتي سرتیري او ۱ وسله وال).
خیبر پښتونخوا (مدغمې قبایلي سیمې) په مدغمو قبایلي سیمو کښې ۲۲ بریدونه شوي دي. چې ۴۵ کسان وژل شوي (۲۳ امنیتي سرتیري، ۱۲ ملکي وګړي، ۶ وسله وال او ۴ د سولې کمېټې غړي) او ۵۸ کسان ټپیان شوي (۳۰ امنیتي سرتیري، ۲۷ ملکي وګړي او ۱ وسله وال).
خیبر پښتونخوا (د مدغمو قبایلي سیمو بهر)په خیبر پښتونخوا کښې د مدغمو قبایلي سیمو بهر ۲۵ نور بریدونه هم شوي دي. چې په پایله کښې یې ۱۴ کسان وژل شوي دي(۱۰ امنیتي سرتیري، ۲ ملکي وګړي او ۲ وسله وال).
په سند کښې درې بریدونه شوي دي چې په پایله کښې یې دوه ملکي وګړي او یو امنیتي سرتیری وژل شوي دي.
په پنجاب، ازاد کشمیر او ګلګت بلتستان ولایتونو او سیمو کښې هیڅ برید نه دی شوی.

نور ولولئ