ولسمشر ډونلډ ټرمپ لا هم په دې اړه پریکړه نه ده کړې چې ایا امریکا به د ایران پر ایټمي او توغندیو مرکزونو د اسرائيلو په هوایي بریدونو کښې برخه اخلي که نه خو د نړۍ پام یې ځان ته اړولی دی.
ټرمپ د سپینې ماڼۍ بهر وویل چې هغه کیدای شي برید وکړي یا یې ونه کړي. خو په عین حال کښې یې اشاره وکړه چې کیدای شي ایران لا هم واشنګټن ته د خبرو لپاره سفر وکړي.
که څه هم امریکا مستقیم اقدام نه دی کړی خو کله چې شخړه اوومه ورځې ته ورسیده نو امریکایي پوځ په سیمه کښې د امنیت د لا ښه کولو لپاره نورې الوتکې ځای پر ځای کړې. یو امریکایي دفاعي چارواکي وویل چې دوی په بشپړ ډول چمتو دي چې که ټرمپ د بریدونو امر وکړي نو ورسره به یې ملاتړ وکړي.
د جون په ۱۸ مه د ایران ستر مذهبي مشر آیت الله علي خامناي سخت خبرداری ورکړ چې د امریکا هر ډول پوځي برید به جدي او نه جبرانیدونکي پایلې ولري. په تهران کښې وروسته له هغه چې اسرائيلو پر پوځي او ایټمي اهدافو هوایي بریدونه زیات کړل او ایران یې په ځواب کښې توغندي توغول. چې ځینې یې د اسرائيلو دفاعي سیسټم څخه تیر شول او ملکي خلکو ته یې مرګ ژوبله واړوله. ملکي وګړي له ښار څخه تښتي.
په هم دې حال کښې د جرمني، فرانسې او برتانیا بهرنیو چارو وزیران ټاکل شوې ده چې په جینیوا کښې د ایران له پلاوي سره وګوري. د دوی هدف دا دی چې له ایران څخه پوره ډاډ تر لاسه کړي چې د دې هېواد ایټمي پروګرام به یوازې د سوله ایزو موخو لپاره پاتې شي – دا د جګړې په منځ کښې د ډیپلوماټیکو هڅو یوه نښه ده.
د تهران شاوخوا ۱۰ میلیونه اوسیدونکي د اسرائيلو د سختو هوایي بریدونو وروسته چې پر پوځي او ایټمي اهدافو متمرکز وو. هغه له ښاره تښتي. لویې لارې د ملکي وګړو له امله بندې شوې وې چې خوندي ځایونو ته یې بیړه کوله.
ویل کیږي چې ولسمشر ټرمپ د ایران پر ضد د امریکا د برید پلانونو ته شنه څراغ ورکړی خو هغه هیله لري چې تهران به خپل ایټمي ارمانونه کم کړي. نو ځکه یې د شنه څراغ ورکولو څخه وقفه اخیستې ده. هغه هیڅ شی هم رد نه کړ او خبرداری یې ورکړ چې د ایران حکومت حتی سقوط کولی شي. ټرمپ دې ته هم اشاره وکړه چې یوازې امریکا د دې توان لري چې د فردو (Fordow) ځمکې لاندې ایټمي تاسیسات له منځه یوسي. که څه هم هغه ټینګار وکړ چې هغه حتماً پرمخ نه ځي.
د اسرائيلو او ایران ترمنځ کړکیچ
پوځي کارپوهان وايي چې که اسرائيل پر فردو (Fordow) برید وکړي نو کیدای شي د امریکا مرستې ته اړتیا ولري. ځکه چې دا تاسیسات د قم (Qom) ښار ته نږدې تر یو غره لاندې ښخ دي.
د ایران ستر مذهبي مشر په قوي توګه ځواب ورکړ او خبرداری یې ورکړ چې د امریکا هر ډول پوځي مداخله به نه جبرانیدونکي زیانونه واړوي او ټینګار یې وکړ چې ایراني خلک به تسلیم نه شي.
په غبرګون کښې ایران شاوخوا ۴۰۰ توغندي او بې پایلټه الوتکې د اسرائيلي اهدافو په لور توغولي دي. که څه هم ډیری یې ویشتل شوي خو ځینې یې دفاعي سیسټم څخه تیر شوي او ملکي تلفات یې اړولي دي. په هم دې حال کښې اسرائيل په لسګونو الوتکو سره پر ایراني تاسیساتو لکه د پولیسو مرکزونو او توغندیو مرکزونو بریدونه کړي دي.
له تهران څخه وتل: ملکي وګړي د هوایي بریدونو د زیاتوالي له امله تښتي
په تهران کښې د اسرایلو د هوايي بریدونو له زیاتېدو سره سم ډیر اوسیدونکي چې هغوئي کورنۍ درلودې. هغه ټول په ډله ایزه توګه وتښتیدل او د تیښتې په حال کښې یې لارې بندې کړې وې. دوی نږدې ښارګوټو لکه لوسان ته وتښتیدل. آرزو، یوه ۳۱ کلنه اوسیدونکې وویل چې د هغې د ملګرې پر کور برید شوی او ورور یې ټپي شوی دی او په قهرجن ډول یې وویل چي مونږ ولې د رژیم د پریکړو قیمت ورکوو؟
په اسراییلو کښې هم د راتلونکي خطر احساس کیده. د ماښام په وخت کښې کله چې نوي ایراني توغندي راتلل. نو د خطر زنګونه وغږول شول. یو موټر چلوونکی د راپریوتلو شیانو له امله ټپي شو چې چارواکي یې دې ته وهڅولو چې په پټنځایونو کښې پاتې کیدو امرونه په موقتي توګه نرم کړي. په رامت ګان کښې په یوه ریل سټیشن کښې مسافرین په شمول د والدینو چې ماشومان یې درلودل. په موقتي توشکونو پروت لیدل شوي چې د خطر له امله په ښکاره ډول لړزیدلي وو.
تامار وایس چې خپل څلور میاشتنی ماشوم یې په غیږ کښې نیولی و. د ویرې په حالت کښې د ژوند کولو په اړه وویل. هغې په دې ټینګار وکړ چې د ښار زاړه، بې پناه ودانۍ دوی ته اسانه هدفونه ګرځوي او کورنۍ زیانمنې پریږدي.
ایران د اسراییلو په وروستیو بریدونو کښې لږ تر لږه ۲۲۴ کسانو د وژل کیدو راپور ورکړی چې ډیر پکي ملکي وګړي دي. تر اوسه هم دا شمیره تازه شوې نه ده. اسراییلي چارواکي وايي چې د اونۍ پای راهیسې ایران شاوخوا ۴۰۰ توغندي او ډرون توغولي دي. چې شاوخوا ۴۰ یې دفاعي کرښې ماتې کړې او په اسراییلو کښې یې ۲۴ ملکي وګړي وژلي دي.
د ایران لاس: د تاو تریخوالي پرمهال د نړۍ د تیلو جریان ګواښل
ایران په خپلو ستراتیژیکو لارو چارو غور کوي. په شمول د دې نه څرګند شوي (پټو یا غیر مستقیمو) خبرداریو په ورکولو چې دوی کولی شي د هرمز تنګي له لارې د کښتیو تګ راتګ محدود کړي او په دې توګه د نړیوالو تیلو بازار ګډوډ کړي. هرمز تنګی د انرژۍ سوداګرۍ لپاره یوه مهمه لاره ده.
په کور دننه حکومت د خلکو د احساساتو د ثبات لپاره ګامونه اخلي. چارواکو د وروستیو بریدونو د انځورونو او ویډیوګانو خپرول محدود کړي او په موقتي توګه یې د انټرنټ لاسرسی هم محدود کړی دی. دوی وايي چې دغه کار د دې لپاره دی چې مخالفین خلکو کښې ویره او ګډوډي رامنځته نه کړي.
په ورته وخت کښې د حزب الله او حوثي ملیشو په څېر د نیابتي ډلو له لارې د ایران د معمول بریدونو میتود کمزوری شوی دی. دا ډلې د اسراییلو د پخوانیو عملیاتو له امله ډیرې زیانمنې شوې دي. چې په غیر مستقیم ډول پر اسراییلو د برید لپاره د تهران وړتیا یې محدوده کړې ده.