د کرکټ د کنټرول بورډ په هندوستان کښې (BCCI) د پاکستان سره د روان تاو تریخوالي له امله د ایشیا د کرکټ شورا (ACC) له ټولو پیښو څخه خپل وتل اعلان کړ.
دا پریکړه چې د هندي رسنیو لکه انډین ایکسپریس لخوا راپور شوې ده. په سریلنکا کښې د ښځو د مخ پر ودې ټیمونو ایشیا کپ او د ستمبر په میاشت کښې د نارینه وو ایشیا کپ دواړه اغیزمنوي.
د BCCI یوې سرچینې ویلي دي چې دا پریکړه د پاکستان د کرکټ بورډ (PCB) د رییس محسن نقوي د ACC د رییس په توګه د ټاکل کیدو له امله ده او ټینګار یې وکړ چې هند نشي کولی په هغو سیالیو کښې برخه واخلي. چې د پاکستاني مشرتابه لاندې تنظیم شوي وي. راپورونو دا هم منلې ده چې د BCCI وتل کولی شي د ایشیا کپ په بقا باندې د پام وړ اغیزه وکړي. ځکه چې ډیری نړیوال کرکټ سپانسران هندي دي.
راپورونه وايي چې BCCI خپل پریکړه ACC ته رسولې او اشاره یې کړې چې د ACC په راتلونکو پیښو کښې برخه اخیستل هم ناڅرګنده دي.
دا اقدام د هند او پاکستان د کرکټ بورډونو ترمنځ په ترینګلي اړیکو کښې وروستی زیاتوالی دی. چې د تیرو پیښو سره ورته والی لري. پاکستان ته د ۲۰۲۳ ایشیا کپ لپاره د هند له سفر کولو انکار د یو هایبرډ ماډل د غوره کولو لامل شو او په ۲۰۲۳ کښې هند د ICC چیمپینز ټرافي خپلې لوبې په یوه بې طرفه ځای کښې ترسره کړې. وروسته له دې چې پاکستان ته له سفر کولو ډډه وکړه. کوم چې اصلي کوربه و. د دې میاشتې په پیل کښې د هند مشر روزونکي ګوتم ګمبیر له پاکستان سره د ټولو کرکټ اړیکو د بشپړ ځنډولو غوښتنه وکړه.
