پاکستاني چارواکو لږ تر لږه ۱۶۰ کسان نیولي دي. وروسته له هغې چې په ټول هېواد کښې په نړیوالو فوري خوړو پلورنځیو باندې د بریدونو لړۍ وشوه.
دا نیونې په سند او پنجاب صوبو کښې له څو پېښو وروسته شوي دي. چې په غزه کښې د اسراییلو د جګړې پر ضد د مظاهرو له امله رامنځته شوې وې. په شیخوپوره کښې په یوه برید کښې یو کارکوونکی وژل شوی دی.
د کورنیو چارو د دولت وزیر طلال چوهدري په فیصل اباد کڅې یوې خبري غونډې ته وویل چې په پنجاب کښې ۱۴۵ کسان نیول شوي دي او ۱۲ لومړني مالوماتي راپورونه (ایف آی آر) درج شوي دي.
په اسلام اباد کښې په دوو جلا پېښو کښې ۱۵ نور کسان هم نیول شوي دي. لږ تر لږه ۲۱ د تحریک لبیک پاکستان (TLP) فعالان هم په کراچۍ او لاهور کښې په بریدونو کښې د لاس لرلو په تور نیول شوي دي.
چوهدري ټینګار وکړ چې حکومت د دې بریدونو په وړاندې کلک دریځ لري او ویې ویل چې هغه کسان چې په دې کښې ښکېل دي سختې سزاګانې به وګالي. هغه زیاته کړه چې حکومت ته د ټولو لویو سیاسي پارټيانو په شمول د مذهبي ګوندونو، ډاډ ورکړل شوی . چې دوی په دې همغږو بریدونو کښې لاس نه لري. چوهدري وویل چې نیول شویو کسانو په خپل جرم اعتراف کړی او بخښنه یې غوښتې ده.
چوهدري وویلچي د دې فرنچائز مالک یو پاکستانی او مسلمان دی. د دې (خوراکي ځنځیر) ټول مدیریت له پاکستان څخه دی. هر هغه شی چې دوی یې کاروي. هغه یې له پاکستاني پلورنځیو، دکانونو او بازارونو څخه اخلي. د دې ټوله ګټه هم په پاکستان کښې پاتې کیږي.
وزیر د دې نړیوالو خوراکي ځنځیرونو اقتصادي اهمیت ته اشاره وکړه او ویې ویل چې یو ځانګړې ځنځیر په پاکستان کښې له ۱۰۰ ملیون ډالرو څخه ډېره پانګونه کړې او په مستقیم یا غیر مستقیم ډول یې له ۲۵۰۰۰ څخه ډېر کسان ګمارلي دي.
هغه دا بریدونه د منلو وړ نه وبلل او ژمنه یې وکړه چې د ترهګریزو بریدونو په څېر به ورسره سخت چلند وشي. چوهدري د مخورو مذهبي مشرانو هغه څرګندونې هم یادې کړې چې دا تاوتریخوالی یې غیر اسلامي بللی دی.