د پاکستان د وزیراعظم مرستیال او خارجه وزیر اسحاق ډار د شنبې په ورځ کابل ته یو ورځنی سفر وکړ.
د خارجه وزارت د یوې اعلامیې له مخې ډار په هوایي ډګر کښې د څو افغان چارواکو لخوا هرکلی وشو. چې پکې د مالیې او ادارې مرستیال وزیر ډاکټر محمد نعیم وردګ، د خارجه وزارت عمومي رئیس مفتي نور احمد او د دولتي پروتوکول مشر فیصل جلالي شامل وو.
په کابل کښې د پاکستان د ماموریت مشر عبید الرحمان نظاماني هم د ډار په رسیدو سره موجود و. د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق هم له ډار سره کابل ته سفر وکړ.
ډار په کابل کښې د افغانستان د خارجه وزارت سرپرست وزیر امیر خان متقي سره د پلاوي په کچه خبرې وکړې. په خبرو کښې د دوه اړخیزو مسایلو پراخه لړۍ شامله وه. چې امنیت، سوداګري، ترانزیت، اړیکې او د خلکو تر منځ اړیکې پکې شاملې وې.
د خارجه وزارت د یوې اعلامیې له مخې، مرستیال وزیراعظم د ټولو اړوندو مسایلو، په ځانګړي توګه د امنیت او سرحدي مدیریت اړوند مسایلو ته د رسیدګۍ پر اهمیت ټینګار وکړ. ترڅو د سیمه ایزې سوداګرۍ او ارتباط ظرفیت په بشپړ ډول ترلاسه شي.
وروسته ډار د افغانستان له لومړي وزیر ملا محمد حسن اخوند سره وکتل او د ګډې ګټې په مسایلو یې خبرې وکړې.
د خارجه وزارت د یوې اعلامیې له مخې دواړو خواوو د دوامداره ښکیلتیا ژمنه تکرار کړه او موافقه یې وکړه چې د دوو وروڼو هیوادونو ترمنځ اړیکو د لا پیاوړتیا لپاره به لوړې کچې تبادلې ته دوام ورکوي.
افغانستان ته له تګ دمخه ډار پي ټي وي ته وویل چې دواړه هیوادونه تاریخي اړیکې لري چې باید د ښکیلتیا له لارې نورې هم پیاوړې شي. هغه زیاته کړه چې داسې همکارۍ ته یې هدف دی چې د دواړو هیوادونو خلکو ته ګټه ورسوي.
د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ وویل چې د ښاغلي ډار سفر به د پاکستان او افغانستان د ټولو اړیکو په اړه وي.
د پنجشنبې په ورځ ښاغلي ډار اعلان وکړ چې کابل ته د هغه د سفر لپاره تیاریانې روانې دي. هغه زیاته کړه چې دا سفر به له افغانستان سره د پاکستان په وروستیو کالونو کښې د را منځ ته شوي کړکېچ په حل کښې مرسته وکړي.
دا سفر په داسې حال کښې کیږي چې پاکستان افغانستان ته د کډوالو د بېرته ستنولو دویم پړاو ته دوام ورکوي. دا په داسې حال کښې هم کیږي چې اسلام اباد په پرله پسې توګه دا خبره کوي چې د تحریک طالبان پاکستان او بلوچ لیبریشن آرمی په ګډون ترهګر په افغانستان کښې خوندي ځالې لري.