به‌روزرسانی دربارهٔ6 hours ago

د پاکستان ډپټی منسټر او د بهرنیو چارو وزیر، سینیټر محمد اسحاق ډار، نن د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته خطاب وکړ او د بین المللي ترهګرۍ او د ترهګرۍ د نړیوالې ګواښ په وړاندې د فوري اقداماتو اړتیا یې ټینګاره وکړه. 

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په یوه لوړه کچه پرانیستې خبرې اترې کې چې د “ملګرو ملتونو اصلاح او د نړیوال حکومتولي ښه کول” يي عنوان وه. ډار د پاکستان د افغانستان څخه راپورته کیدونکي ترهګرۍ په وړاندې د جاري مبارزې په اړه خبرې وکړې. هغه وویل چې پاکستان لا هم د افغانستان څخه د ترهګرو ډلو، په ځانګړې توګه د افغانستان کې میشت  تحریک طالبان پاکستان (ټی ټی  پی)څخه د پوله ایز ترهګریز بریدونو سره مخ دی او د دې ګواښونو په وړاندې د ټولو ضروري اقداماتو اخیستو کلکه اراده لری.

هغه وویل، “ترهګري لا هم یو نړیوال خطره ده. پاکستان د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې په مخکښۍ کې دی او د ترهګرو نیټ ورک د ویجاړولو او د زیاتیدو  د مخنیوي لپاره څو زره ژوندونه قربان کړي دي.” 

هغه د افغان عبوری حکومت  (AIG) نه وغوښتل چې د افغانستان څخه راپورته کیدونکي ترهګرۍ مخه ونیسي او په دې اړه کلک اقدامات وکړي.   

د دې جاري چلنجونو سره سره، ډار د پاکستان د افغانستان د لنډ محاله حکومت سره د خبرو اترو، بشري مرستو وړاندې کولو او د افغانستان د اقتصادي او ټولنیز پرمختګ ملاتړ ته د پاکستان د ژمنتیا په اړه خبرې وکړې. 

ډار بیا ټینګاره وکړ چې ترهګري لا هم یو نړیواله خطره ده چې  یوځای شوي غبرګون ته اړتیا لري . هغه د ټولو ترهګرو ډلو، لکه داعش، القاعده، تحریک طالبان پاکستان، مشرقی ترکستان اسلامی تحریک، اسلامی تحریک آف ازبکستان او نوي ښي اړخي افراطي ډلو په وړاندې د مساوي ارادې سره د مبارزې اړتیا یې ټینګاره کړه او دوه اړخیزو معیارونه یې رد کړل. 

هغه وویل، “د ترهګرۍ په وړاندې مبارزه باید د خلکو د خپلګڼي د حق لپاره د مشروعې مبارزې د ځپلو لپاره وسیله ونه ګڼل شي.” 

په نورو خبرو کې، ډار د نړیوالو چلنجونو ، لکه د فلسطین جاري جګړه، د جمو او کشمیر وضعیت او د ۲۱مې پېړۍ د چلنجونو په وړاندې د نړیوال حکومتولي د سیسټم د اصلاحاتو په اړه هم خبرې وکړې. هغه د پاکستان د ملګرو ملتونو د سیسټم د ملاتړ او ډبلو کولو په اړه هم خبرې وکړې. د هغه وینا کې د نړیوالو مسایلو پراخه طیف شامل و چې د پاکستان د اندیښنو او اولویتونو څرګندويي یې کوله. 

دا غونډه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له خوا د چین د راتلونکي دورې د ریاست په توګه جوړه شوې وه او د بهرنیو چارو وزیروانګ يي په مشرۍ ترسره شوه.

نور ولولئ