د خیبر پښتونخوا وزیراعلی علي امین ګنډاپور وویل چې د کرم جګړه یوازې د ځمکې جنجال نه دی، بلکې دا یو مذهبي جګړه ده چې په غټه توګه د بهرنیو ځواکونو لخوا اغیزمنه شوې ده.
د بینک آف خیبر د اسلامي بانکداري خدمت په پیل کېدو وروسته میډیا ته په خبرو کښې ګنډاپور ټینګار وکړ چې د کرم مسائل ۱۰۳ کاله راهیسې دي او دا چې دا یو ساده د ځمکې جنجال دی، دا غلطه خبره ده.
هغه وویل: “مونږ باید له حقیقت څخه ویره ونه لرو. ځینې ځایونو کې د ځمکې جنجالونه راځي، مګر د کورم په قسم نه راځي چې ټولې ټولنې پکې ښکیلې وي.”
ګنډاپور وویل چې د کرم په عمل کې ستونژه د مذهب پر بنیاد ده، او نړیوال او بهرني ځواکونه په دې جګړه کې ډېرې پانګې اچوي. هغه په بهرني ځواکونو باندی تورونه ولګول او وه يي ويیل چې وسله او مهمات سیمې ته رسوي او د ټول هیواد کې مذهبي جګړه را خوره وی..
هغه وویل چې که د قبیلې جرګه د کرم مسائل حل کړي نو دا به ښه وي. که نه وی نو حکومت د عمل کولو لپاره په پورا ډول چمتو دی.
هغه وویل: “هغه څوک هم په کرم کښې د ترهګرۍ سره اړیکی لري له سزا څخه به خلاص نه شي.”
ګنډاپور وویل چې په کرم کښې د وسلو کچه ډېره ده او بهرني ځواکونه په دې کې ښکیل دي. حکومت د امنیتي اقداماتو په پلي کولو کې دي، ده دې به د ۲ بلین روپو ارزښت وی او د سی سی ټي وی کیمرې نصب کول هم په دی کښی شامل دي. او دا څرګنده کړې ده چې ده ترهګرۍ سره په مبارزه کې هیڅ شاتګ نشته. هغه وویل چې هغه څوک چې ترهګري خپروي، هغه به د بدو ورځو مخامختیا وکی.