د بهرنیو چارو وزارت وویل د افغانستان سفارت د هغې اعلامیې په اړه چې په پاکستان کې یې د افغان کډوالو سره بد سلوکی تور لګولی چې دا تور بې ځایه دی.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند، سفیر شفقت علي خان وویل چې پاکستان له لسیزو راهیسې میلیونونه افغان کډوال په “احترام او عزت” سره ساتلي دي او د بد سلوکی هر ډول تورونه بې بنیاده دي.
خان په خپله اعلامیه کې وویل: “زه غواړم هغه ته یادونه وکړم چې پاکستان له لسیزو راهیسې میلیونونه افغانان په احترام او عزت سره ساتلي دي، په داسې حال کې چې یې روایتی میلمه پالنه کړې، خپلې سرچینې او خدمات لکه تعلیم او روغتیا یې تر دی څی د لږ نړیوال ملاتړ سره شریک کړي دي.”
خان زیاته کړه چې پاکستان یې داسې میکانیزمونه جوړ کړي دي چې باور ترلاسه شي چې د بیرته لیږلو په عمل کې هیڅ افغان کډوال نه ځورول کیږي. هغه زیاته کړه چې پاکستان د افغانستان له حکومت سره په زیاته توګه اړیکه نیولې ترڅو باور ترلاسه شي چې دا عمل په اسانۍ سره ترسره کیږي.
اعلامیه زیاتوي: “په داسې حال کې چې پاکستان یې څه کولی شو هغه یې کړي، مونږ له لنډمهاله افغان چارواکو څخه تمه کوو چې په افغانستان کې مناسب شرایط رامینځته کړي، ترڅو دا رالیګونکی په پوره توګه د افغان ټولنې سره یوځای شي.”
دا اعلامیه وروسته له هغې خپره شوه چې په پاکستان کې د افغانستان سفارت تور پورې کړ چې افغان اتباع “د پولیسو لخوا نیول کیږي، پلټل کیږي او امر کیږي چې له دوه ښارونو څخه ووځي او د پاکستان نورو برخو ته لاړ شي.”
سفارت په ټویټر کې ویلي وو: “د افغانانو د نیولو دا عمل چې له کوم رسمي اعلان پرته شروع شوې، په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت ته د کوم رسمي لیک له لارې نه ده خبر ورکړل شوې.”
سفارت وویل چې هیڅ ډول پالیسي نه ده څرګنده شوې او (UNHCR) هم د داسې پریکړې څخه ناخبره و. خو، پاکستاني چارواکو بالاخره څرګنده کړه چې ټول کډوال، د ACC د افغان اتباعو کارت) ACC (او د استوګنی پبت (PoR) لرونکي به هم له اسلام آباد څخه او بالاخره له هیواد څخه ویستل شي.
د افغانستان سفارت زیاته کړه: “د یادولو وړ ده چې په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت چارواکو د پاکستاني چارواکو او نړیوالو سازمانونو سره په غونډو کې د افغان کډوالو د ډله ایز اخراج په اړه په دومره لنډ وخت کې او د پاکستان د پریکړې د یو اړخیز ماهیت په اړه جدي اندیښنې څرګندې کړې دي.” سفارت زیاته کړه چې له کابل څخه یې د “عزتمندانه بیرته لیږلو ” د اسانتیا غوښتنه کړې ده.
خو، د بهرنیو چارو وزارت دا ډول دعوی رد کړې او زیاته یې کړه چې د افغانستان حکومت باید باور ترلاسه کړي چې د دې کډوالو حقونه بیرته هیواد ته د لیږلو پرمهال خوندي دي.
د بهرنیو چارو وزارت وویل: “د افغان چارواکو ریښتینی ازموینه به دا وي چې باور ترلاسه کړي چې د هغو خلکو حقونه چې د افغانستان وزارت یې یادونه کړې په افغانستان کې خوندي دي.”
پاکستان په 2023 کې اعلان وکړ چې دا به د هغو غیرقانوني بهرنیانو اخراج شروع کړي چې په پاکستان کې پرته له قانوني اسنادو ژوند کوي، پشمول د افغانانو. خو، د بیرته لیږلو عمل وروسته د ACC او PoR لرونکي هم پکې شامل شول. د سږ کال په پیل کې راپورونه راپورته شول چې حکومت پریکړه کړې چې ټول افغان کډوال سمدلاسه له پلازمینې څخه وباسي.